نور لمنځونه

نور لمنځونه

 

وتر

 

 دوترو لمونځ درۍ رکعته او واجب دی،فرق ئی له نورو لمنـځونو سره دادی چه د وترو په دريـم رکعت کی له رکوع څخه د مخه دعای قـنـوت ويـل کيـږی او دعا قـنـوت دادی اَلَهُمَّ اِنَّا نَسْتَعِيْنُکَ وَنَسْتَغْفِرُکَ وَ نُؤْ مِنُ بِکَ وَنَتَوَکَّلُ عَلَيْکَ وَنُثْنِیْ عَلَيْکَ الْخَيْرَ وّ نَشْکُرُکَ وَلَانَکْفُرُکَ وَنَخْلَعُ وَنَتْرُکُ مَنْ يَّفْجُرُکَ اَلَهُمَّ اِيَّاکَ نَعْبُدُ وَلَکَ نُصَلِّیْ وَ نَسْجُدُ وَاِلَيْکَ نَسْعَی وَنَحْفِدُ وَنَرْجُوْاُ رَحْمَتَکَ وَنَخْشَی عَذَابَکَ اِنَّ عَذَا بَکَ بّالْکُفَارِ مُلْحِقْ، ای الله له تا څخه کومک غواړم، اوله تا څخه بـښـنه غواړم، په تا ايمان لـرو، په تا باور لرو،د ستا ستايـش په خير کښی کړو، دتا شـکر کړو، د تا ناشـکری نه کړو، موږ جدا کيـږو او ترک که ؤ هغه خلګ چه دتا نا فرمانی کوی، ای الله خاص دتا عبادت کړو دستا لپاره لمونځ او سجده کړو تاته منډی در وهواوخدمت درته کړو، دستا درحمت اميد وار يـو، ستا له عذابه ډاريـګو، بـيـشـکه ستا عذاب به کـفاروته ورسيـږی.

د روژی په مبارکه مياشت کی د تراويـح له لمانـځه وروسته وتـر په جماعت او بدون له روژی په تـنـهايي ډول کيـږی.که چيرته د وتر په لمانـځه کښی دعا قـنـوت در څخه پاته شی نو سجده سهوه در باندی لازمه ده، که دعاقـنـوت د چا په ياد نه وی نو لا زمه ده چه دا دعا وه وائی : اَلَهُمَّ رَبَّنَا اّتِنَا فِی الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّ فِی الْاَ خِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَبَ النَّارْ ( تر جمه ئی پخوا ذکر شوی ده)

 

. د تراويـح لمـونـځ

 سنت مؤکـد دی که په جماعت وشی ثواب ئی زيات دی او تـنـها هم روادی تعداد د رکعاتونو ئی شل دی اوپه لس ځله نيت کولو زيات ثواب لری، د تراويـح لمونـځ د روژی مبارکی په مياشت کی د ماخسـتـن د لمانـځه له فرضو او سنـتـو وروسته کيـږی او دهرو څلورو رکعاتونو وروسته د تراويـح تسبـيـح يا درود شريـف ويـل ثواب لری دتراويـح د لمانـځه دشلـو رکعاتونو له پوره کولو وروسته د وترو لمونځ هم په جماعت کيـږی، که چيرته حافـظ د قرآن کريـم وی او امامت وکړی نو اقلاًيـوځل  د قرآن کريـم ختـم د تراويـحو په لمانځه کښی زيات ثواب لری که چيرته يو څوک په داسی حال کی مسجد ته داخل شی چه نور د تراويـحو په جماعت ولاړ وی نو دی د اول د ماخستن فرض او سنت ادا کړی بـيا د په امام پسی اقتـدا وکړی او تراويـح د وکړی فـوت شوی تراويح د کله چه امام د تراويـح تسبـيـح وائی پوره کړی کـنه د وترو لمونځ تر هغو نه کيـږی .

 

د جنازی لمونځ

 دجنازی لمونځ فرض کـفايه دی يعنی پرهر هغه مسلمان چه له مړی څخه خبروی پرهغه دا لمونځ فرض کـفايه ده اوکه د هغو له جملی څخه څو نـفـره هم دا لمونـځ ادا کړی نو د ټولو له ذمه څخه فرض خلاصيـږی او که هيڅوک لمانځه ته حاضر نشو نو هغوی ټول ګـناه ګار دی اصلاً پدی لمانـځه کشی د مړی لپاره دعا کول دی نو ځـکه په دی لمانځه کښی قرائت، رکوع ، سجده او نور لـکه د نورو لمنځونو په شان نشته.

د مړی لپاره شرطونه:مړی بايد مسلمان وی، مړشوی وی(زوندی دنياته راغلی وی که چيرته له موره مړ پيداشی دهغه جنازه نشته)، بايد له نجاسته پاک وی که چيرته نجاست له مړی څخه راوتلی وی او دفـع ئی مشکله وی لمونځ ئی روا دی، کـفـن ئی پاک وی، مړی د لمونځ کونکو مخته بايد کيښودل شی، د باغی او غله لمونځ چه په جنګ کښی مړ شوی وی نه کيـږی، دمړی جنازه تر څو چه غسل يا تيمم ور نکړشی نه کيـږی که بدون له غسله خښ شی نو په قبر ئی جنازه بايد وشی اوکه مخکی له خښيدو ئی جنازه شوی وی هغه صحيح نده پر قبر ئی بايد دوباره جنازه وشی، که مړی بدون له جنازی خښ شوی وی تر دريو ورځو د په قبر جنازه وشی وروسته له هغه جنازه نه کيـږی، په هغه شی چه مړی پر کيښودل کيـږی لازمه نده چه هغه پاک وی صرف پرهغه کـفـن بايد چټـل نشی، د مړی عورت بايد پټ وی، پرهغه شی چه مړی ايښی وی هغه بايد پرځمکه وی که په لاسونو ياموټر يا بل شی باندی وی جنازه نه کيـږی، د مړی په غياب کی هم جنازه نکيـږی.په جومات کښـی جنازه کول مکروه دی او مړی بايد د جومات نه د باندی کيښـودل شی.

دجنازی په لمانځه کښی څلور تکبـيـره او قيام يعنی دريدل(که عذر نوی) فرض دی، ثنا، درودپه حضرت محمد مصطفی، دعا او بـښـنه مړی ته سنت دی، د جنازی لمونځ که په جماعت وشی اويا صرف د يوه نفر په واسطه که نر وی ياښځه يا نابالغه وی فرض ادا کيـږی.

دجنازی د لمانځه طريقه: له هرڅه دمخه نيت کوی داسی: نيت می وکړ چه اداکړم لمونځ د جنازی، ثناده الله تعلی لره، درود پر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم، او دعا کوم د حاضر ميت لپاره بيا اللهُ اَکْبَرْ ويل کيـږی او دواړه لاسونه غوږو ته پورته کيـږی، لاسونه لـکه په نورو لمونځونو کی تړل کيـږی او سُبْحَنَکَ اللَّهُمَّ وَ بِحَمْدِکَ وَتَبَرَکَ اسْمُکَ ،وَ تَعَالَی جَدُّکَ وَ جَلَّ ثَنَآءُکَ وَلَا اِلَهَ غَيْرُکَ

ای زما معبوده ستا ذات پاک دی،  ثنا صفت تا لره دی، دستا نام با برکـته دی، ستا ذات لوړ او اعلی دی، او لوړ دی ستا ثنا اوصفت، بدون له تا څخه هيڅ معـبـود نـشـته بيا دوهم تـکـبـير بدون له دی چه لاسونه غوږو ته يوسی  بلـکه په هغو تړلو لاسونو ويل کيـږی او له هغه وروسته د لمانځه دواړه درودونه ويل کيـږی بيا دريـم تـکبير ددوهم په شان ويل کيـږی او له هغه وروسته د مړی له پاره دعا ويل کيـږی چه لاندی بيانيـږی او له دعا وروسته څلورم تکـبـير ويل کيـږی او سلام ګرځی.

د مړی له پاره دعا:اول دبالغ نارينه او زنانه مړی له پاره اَلَّهُمَّ اغْفِرْ لِحَيِّنَا وَ مَيِّتـِنَاوَشَاهِدِ نَاوَغِائِبِنَاوَصَغِيْرِنَا وَکَبِيْرِنَا وَذَکَرِيْنَا وَاُنْثـَنـَا اَلَّهُمَّ مّنْ اَحْيَـيْـتَـهُ مِـنَّا فَاَحْيِهِ عَلَی الْاِسْلَامِ وَمَنْ تَوَفَيْتَهُ مِنَّا فَتَوَفّهُ عَلَی الْاِيْمَانِ ای الله بـښـنه وکړی ژونديوته مړوته حاضريـنـوته غايـبـيـنـوته وړوته لويانوته سړيوته ښځوته، ای الله په موږ کی چه څوک ژوندی لری پر اسلام ئی ژوندی ولری اوپه موږ کی چه څوک وفات کوی نو په ايمان سره ئی وفات کړی.

دوهم دنا بالغ هلک له پاره اَلَّهُمَّ اجْعَلْهُ لَنَافَرَطًاوَّ اجْعَلْهُ لَنَا اَجْرًا وَّ ذُخْرًا وَّ اجْعَلْهُ لَنَاشَافِعًاوَّ مُشَفَّعًا ای الله دا هلک د موږ له پاره مخکښ سمبالونکی جوړ کړی او دموږ له پاره داجر موجب او په وخت کار راتلونکی جوړ کړی او داسی سفارش کونـکی وګرځوې چه سفارش ئی قبول شی.

دريم د نابالغه جلۍ له پاره اَلَّهُمَّ اجْعَلْهَا لَنَافَرَطًاوَّ اجْعَلْهَا لَنَا اَجْرًا وَّ ذُخْرًا وَّ اجْعَلْهَا لَنَاشَافِعًاوَّ مُشَفَّعًا ای الله دا جلۍ د موږ له پاره مخکښه سمبالونکې جوړه کړې او دموږ له پاره داجر موجب او په وخت کار راتلونکې جوړه کړې او داسی سفارش کونکې وګرځوې چه سفارش ئی قبول شی.

دمړی وړل او خښول: کله چه مړی وړی نوبايددتخت يا کټ څلورسره پښـی ئي ونيـول شی اوپه تلوار د وړی او کله چه هيديری ته ورسيـږی نو اول د جنازه کيـږدی او وروسته که خلګ کينستل نو کينستـل ورته جائـزدی مګر د جنازی له کـيښـودلو تر مخه کيناستل مکروه دی، قبر بايد د نيم قد(ترسينی) په اندازه ژورشی له هغه څخه زيات ژور بهتره ده اوکه لـهد پکښـی جوړشی نو لاښه ده، مړی بايد د قبلی له طرفه قبر ته ور ټيټ شی او هغه په ښی طرف چه مخ ئی دقبلی طرف ته وی کيښـودل شی داسی لکه چه په ښی اړخ ويده وی ورسته هغه غوټی چه کـفـن ته ور ولـيدلی وی هغه خلاصوی او بيا لـهد د خښتـو يا ډبرو په واسطه پـټـوی، په پـخو خښتـواو لرګيـو اوداسی نورو شيانو د لهد پـټـول مکروه دی وروسته هغه خاوری چه د قبر د کـينـدلو په خاطر ئی له ځمکی را ايستلی وی بيرته قبر پر پوښـی او قبر مائي پشته جوړوی دقبرونو په بل شان،  هوار او له ګـچو سمنـټـوجوړول ګـناه ده.

دشهيد حـکم: هغه مسلمان چه کـفارو وژلی وی او يا دجنګ په ميدان کښـی په داسی حال پـيداشی چه په وجود کښـی ئی د زخم نښه وی او يا کوم مسلمان هغه په ظلم سره وژلی وی شهيد بلل کيـږی د شهيد دبدن ويـنی نه مـينـځل کيـږی او کالی ئی هم نه ايستل کيـږی ولی پوستـيـن، بـوټـونه، موزی او نور اضافـګی شيان تريـنه ايستـل کيـږی.

هغه څوک چه د جنګ له ميدانه څخه ژوندی يوړل شی او يا له زخمی کيدو څخه وروسته دوا يا کوم بل شی وخوری د نورو مړو په شان ميـنـځل کيـږی او هغه څوک چه په حد يا قصاص باندی ووژل شی هغه ته هم غسل او کـفـن ضروری دی.

 

د جمعی د ورځی لمونځ

د جمعی ورځ د هفتی په ورځو کی بهتريـنه ورځ ده ځـکه په همدی ورځ پاک الله آدم عليه اسلام پـيداکړی، جنت ته ئی داخل کړی، له جنت څخه ئی را ايستلی او دقيامت ورځ به هم په همدی ورځ وی او له رسول الله مبارک څخه روايت دی چه د جمعی په ورځ داسی يو وخت دی چه په هغه کی  دعا د پاک الله په دربار کی قبـليـږی.

د جمعی لمونځ لکه نور پـنـځه ګونی لمنـځونه فرض عيـن دی ليـکـيـن  پر کلـيـوالی ځايونو ،اطرافـوباندی ندی فرض صرف په هغه ښارونوکی چه هلته يو مـکمل تـجارتي بازار موجود وی هلـته کيـږی،په مريـض، نابـيـنـا، شل، ګوډ، نابالـغه، لـيـونی، بـنـدی، مسافر، زنانه، غلام او هغو کسانو باندی چه ددښمن د حملی ويره وی فرض ندی، مګر که همدا کسان د جمعی لمونځ وکړی نو د ماسپـښـيـن دلمانـځه فرض ئی له ذمی څخه خلاصيـږی، که د جمعی لمونځ له چا څخه فوت شی نو د ماسپښيـن څلور رکعاته فرض بايد وکړی،اوکه څوک د تشهد په وخت دجمعی په جمع کی شامل شی نو هغه د دجمعی د لمانځه پاته برخه تـکميـله کړی، کله چه د جمعی د لمانځه اذان وشی(اول اذان کله چه لمر ذوال وکړی) هر نوع تـجارت حرام دی، کله چه امام خطبي ته جـګيـږی مقتديان لمونځ کول او خبری بايد ترکی کړی او چُپ کينـي،  د جمعی په ورځ غسل کول، عطر وهل، پاک کالی اغوستل سنت دی، دجمعی د لمانځه وخت هغه د ماسپښين د لمانځه وخت دی  او طريـقه د کولو ئی داسی دی:چه اول څلور رکعاته سنت لمونځ کيـږی وروسته دوهم اذان کيـږی چه امام په منبر کـينـی او دهغه مخامخ اذان کيـږی، دجمعی د لمانـځه خطبه ، اقامت، دوه رکعاته فرض ، څلور رکعاته سنت او بيا دوه رکعاته سنت لمونځ کيـږی، دجمعی د لمانځه په فرضو کښی قرائت په جهر سره ويل کيـږی.

 

د اختـرونـو لـمـونـځ

داخترونو لمونځ هم لـکه د جمعی د ورځی لمونځ په هغو خلکو واجب دی، که په عيد ګاه کښی وشی زيات ثواب لری، دا لمونځ يو دشکرانی لمونځ دی چه دپاک الله دربار ته کيـږی دجمعی د لمانځه خطبه فرض دی مګر د اختر دلمانځه خطبه سنت دی او له لمانځه وروسته ويل کيـږی، داختر لمانځه وخت د لمر له پوره ختلو څخه وروسته شروع کيـږی او د لمر ته زواله پوری وی، که چيرته شرعی عذر وی نو د کوچنی اختر لمونځ تر دوهمی ورځی د اختر پوری اود لوی اختر لمونځ د اختر تر دريمی ورځی هم کيدای شی.

د اختر د ورځی سنتونه:د شريعت مطابق د ځان جوړول، غسل کول، مسواک وهل، بهترينه لباس چه ولری د هغه اغوستل، عطر وهل، سهار وختی له خوبه جګيدل، عيد ګاه ته ژر تګ، مخکی د عيد ګاه له تګه د صدقه فطر ور کول، مخکی د عيد ګاه له تګه دشيرينی يا کوم بل شی خوړل په کوچنی اختر کی او نه خوړل په لوی اختر کی، په عيد ګاه کی د لمونځ  کول، له هغی لاری چه عيد ګاه ته تللی د هغی لاری نه بلکه د بلی لاری نه راتګ، پيـا ده عيد ګاه ته تګ، په لاره کی په ورو تکبير(اَللهُ اَکْبَرُ اَللهُ اَکْبَرُ لَا اِلَهَ اِلَّاللهُ وَاللهُ اَکْبَرُ اَللهُ اَکْبَرُوَلِلَّهِ الْحَمْدُ) ويل مګر په لوی اختر کښی په زوره تکبير ويل.

د اختر د لمانځه طريقه:نيت می وکړ چه ادا کړم دوه رکعاته لمونځ دکوچنی اختر(د لوی اختر) سره له ټولو تـکبـيرونو چه همدا وخت پر ما واجب دی خاص د پاک الله له پاره مخ می د کعبي شريـفی پر لور  اقتدا می وکړه په حاضر امام پسی اولـکه د نورو لمنـځونو په شان دوام ور کول کيـږی او د سبحا نک اللهم تر ويلو ورو سته له اعوذوبا لله د مخه درۍ ځله اللهُ اَکْبَر تکبير ويل کيـږی او په هر ځل لاسونه د غوږو تر نر ميـو رسيـږی اوبـيرته  ځوړند کيـږی د دريم تکبير له ويلو ورسته لاسونه تړل کيـږی او د نورو لمنځونو په شان لمونځ کيـږی مګر ددوهم رکعات له رکوع څخه د مخه بيا هم د پـخوا په شان تـکبيرونه ويل کيـږی لاسونه نه تړل کيـږی په څلورم تکبير رکوع ته ځی او د نورو لمنځونو په شان لمونځ تر اخره پوری خلاصيـږی له سلام ګرځولو وروسته اوله خطبه بيا امام کينی او له څو شيـبـو وروسته بيرته جګيـږی او دوهمه خطبه وائي له دوعا څخه وروسته د اختر لمونځ خلاصيـږی.

دکوچنی اختر په خطبه کښی بايد دصدقه فطر او د لوی اختر د قربانی په باره کښی اسلامی  احکام خلکو ته بيان شی، د اخترونو تکبير په کوچنی اختر کښی کله چه لمانځه ته ځی او بيرته راځی په ورو ويل کيـږی او په لوی اختر کی په زوره ويل کيـږی او همدارنګه په لوی اختر کی د اختر دمياشتی  په نهمه د سهار له فرض لمانځه څخه وروسته بيا د هر وخت د فرضو څخه وروسته تر ديارلسم تاريخ د همدی مياشتی پوری بايد حتماً يو ځل وويل شی که د امام له ياده ووځی نو مقتدی د په زوره ووائی (زنانه تکبير بايد په ورو ووائی)، داختر لمونځ په يواځی ځان نه کيـږی او قضائی هم نلری، که د چا څخه د اختر لمونځ داول رکعات تکبيرونه تير شوی وه نو  له نيت کولو څخه وروسته د له هرڅه د مخه اول تکبـيرونه ووائي ګرچه امام قرائت وائی که امام په رکوع کښی ؤ نو دی هم رکوع ته ولاړشی او تکبيرونه د په رکوع کښی ووائی د رکوع تسبيح د نه وائی که بيا هم تـکبيرونه ئی پوره نـکړو نو له امام سره د يو ځای جګ شی او لمونځ ته د دوام ور کړی د پاته تکبيرو څخه د ډډه وکړی، که له امام څخه تـکبيرونه هير شول او رکوع ته ولاړ نو په رکوع کښی د تکبـيرونه ووائی او که جګ شو تـکبيرونه ئی وويل پروانلری اما بايد پوه شو چه د اختر په لمانځه کی د ازدحام له کبله سجده سهوه نشته.

 

د تهجد لمونځ

دشپی له خوبه څخه راجـګيدل او لمونځ کولو ته تـهـجد ويل کيـږی. د تهجد لمونځ له ټولو نفلی لمنځو څخه پاک الله ته نږدی ترين لمونځ دی چه نبي کريم صلی الله عليه وسلم به هميشه ټـينـګار پر کاوه او پخپله ده مبارک به دا لمونځ کله څلور کله شپـږ کله اته اوکله به ئی لس رکعاته کاوه، د تهجد لمونځ دوه دوه رکعاته يا څلور څلور رکعاته کيـږی مګر مستحب دوه دوه رکعاتی ده، که د وترو لمونځ  هم له د تهجد له لمونځ  سره وشی سنت دی، د تهجد لمونځ نفل دی او د هغه له پاره کوم مخصوص سورة يا آياتونه نشته بهتره ده چه بعد له نيمی شپی که وشی ثواب ئی زيات دی ځکه پاک الله په دی وخت کی له آسمانه څخه خاص تـجلي دنيا ته را نازل کوی او الله تعلی د خپلو بندګانو د نږديوالی او مغـفرت  له پاره عمومی اعلان صادروی.

 

د اشراق لمونځ

که څوک د سهار لمونځ وکړی  او بـعد له هغه پـه خپل ځای کښی کيـنـی او د قرآن کريـم تلاوت يا نور عبادت وکړی او کله چه لمر را وخيـږی او زيړ والی ئی ورک شی نو دوه يا څلور رکعاته نفل لمونځ کول زيات اجر اوثواب لری چه همدی لمونځ ته د اشراق لمونځ وائی.

 

صلوَة الضحی يا د غرمی لمونځ

دا لمونځ کله چه لمر ګرم شی يعنی دوه يا دوه نيم ساعته ور وسته له لمر ختـوڅخه ويل کيـږی تعداد د رکعاتونو ئی دوه، څلور، اته يا دوه لس رکعاته دی،  ثواب ئی زيات دی، په ټولو رکعاتونو کی يو سورة يا څو آياتونه ويل کيـږی.

 

د اوَّابين لمونځ

دا لمونځ د تهجد له لمانځه وروسته په دوهمه درجه کی دی او د ماښام له سنتو وروسته دوه دوه رکعاته ويل کيـږی تعداد د رکعاتونو ئی له شپـږو شروع تر شلو رکعاتونو پوری دی.

 

صلوَة التسبـيـح

په ټولو نفلی لمنځونو کی دا لمونځ د ثواب له حيـثه لمړۍ درجه ده حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم دا لمونځ خپل تره حضرت عباس رضی الله عنهُ په تحفه کښی ور کړی وه او ورته ئی ويلی وه چه ددی لمانځه له برکـته ټولی صغيره او کـبـيره ګـناهونه عـفـوه کيـږی نو پر هر مسلمان لازمه ده چه د ورځی(يا هر وخت بدون له ممـنـوعه وختـو) يو ځل، يا په هفته کښی يو ځل، يا په مياشت کښی يو ځل، يا کال کښی يو ځل او يا په ټول عمر کښی يوځل دا لمونځ ووائی.

 د تسبيح لمونځ څلور رکعاته دی چه په يوه نيت کيـږی وروسته له دی چه د صلوَة تسبيح د لمانځه نيت وکړی له سبحا نک اللهم څخه وروسته پنځلس واری سُبَحَانَ اللهِ وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ وَ لَا اِلَهَ اِلَّا الله ُوَالله ُ اَکْبَر (پاکی ده الله لره ثنا ده الله لره نـشـته هيڅ معبـود بر حق سوا له الله څخه او الله تعلی لوی دی) ويل کيـږی بيا بسم الله، اعوذو، الحمدا لله او سورة ويل کيـږی او مخکی له دی چه رکوع ته ولاړ شی لس واری، د رکوع له تسبيح وروسته په رکوع کښـی لس واری، له ربنا ولک الحمد څخه وروسته په ولاړی لس واری، د لمړۍ سجدی له تسبيح څخه ورسته په سجده کی لس واری بيا له اللهُ اکبر ويلو وروسته کله چه کيـنی لس واری او بيا د دوهمی سجدی له تسبيح وروسته په دوهمه سجده کی لس واری ويل کيـږی او دوهم رکعات ته پو رته کيـږی او له پنځلس واری ويلو د تسبيح څخه پر بسم الله الرحمن الرحيم دوهم رکعات شروع کوی او په همدی تر تيب دوهم رکعات کوی او بيا له تشهد نه ورو سته دريـم او څلورم رکعات هم کوی مقصد جمله په يوه رکعات کښـی پـنـځه اويا واری همدا تسبيح ويل کيـږی، په بعضی روايتونو کی داسی راغلی چه همدا تسبيح له رکوع څخه د مخه پنځلس واری او له دوهمی سجدی څخه چه پورته شی په ناسته لس واری ويل کيـږی او بيا بل رکعات ته پورته کيـږی يعنی  له سبحا نک اللهم څخه وروسته پـنـځلس واری نه وائی بلکه له رکوع څخه د مخه شروع کيـږی.

 

د استسقا لمونځ

د اورښت په خاطر دا لمونځ دپاک الله در بار ته کيـږی کله چه وچکالی وی او اورښت نه وی نو خلګ په ډيره عاجزی چه سرونه اوپـښی ئی لوڅی وی زاړه کالی ئی اغوستی وی پرخپلو ټولو ګناهونو د توبه وباسی او له خپله ځانه سره کوچنيان هم صحرا ته ولی او دوه رکعاته لمونځ چه سنت دی کوی، په دی لمانځه کښـی امام په زوره قرائت وائی دوی د دا عمل درۍ ورځی که باران هم وشی تکرار کوی وروسته له لمانځه څخه امام دوه خطبی وائی د خطبی په وخت کی امام کوم څادر چه ئی اغوستی وی د هغه پورته طرف ښکته او ښکته طرف ئی پورته کوی اوهمدارنـګه هغه څټ مخ کوی له خطبی وروسته ټول په يوه اتفاق پاک الله ته ژاړی عذر او دعا کوی.

 

د خسوف او کسوف لمونځ

دا لمونځ کله چه لمر يا سپوږمۍ تـندر ونيسی نو د پاک الله حضورته دوه رکعاته لمونځ کيـږی د اوسنی ساينس او تخنيک نه هم څر ګنده شوی ده چه په دی وخت کښـی د لمر مځکی او سپوږمۍ تر منځ فاصله کميـږی او قوه د جاذبی ئی يو پربل تاثير کوی امکانات د زلزيلی  زياتيـږی، دا لمونځ په کور کښـی هم ادا کيـږی او په جوماتونو کی په جمع چه امام ورو قرائت وائی سنت دی کله چه لمونځ خلاص شی نو  تر هغو  بايد دعا وويل شی تر څو چه لمر يا سپوږمۍ روښانه شی.

 

د استـخاری لمونځ

د هر موهم اوضروری کار له پاره چه ايا داکار وکړم اوکه ونه کړم ښه ده يا بد، نو دا لمونځ سنت دی چه بايد دوه رکعاته لمونځ وکړی او دا دعا د ووائی اَللَّهُمَّ اِنِّیْْ اَسْتَخِيْرُکَ بِعِلْمِکَ وَاسْتَقْدِرُکَ بِقُدْرَتِکَ وَاَسْئَلْکَ مِنْفَضْلِکَ العَظِيْمِ تَقْدِرُ وَلَا اَقْدِرُوَتَعْلَمُ وَلَا اَعْلَمُ وَاَنْتَ عَلَّا مُ الغُيُوْبِ اَللَّهُمَّ اِنْ کُنْتَ تَعْلَمُ اَنَّ هَذَاالاَمْرَخَيْرُلِِّي دِئنِیْ وَمَعَاشِیْ وَعَقِبَةِ اَمْرِیْ وَفِیْ عَجِلِ اَمْرِیْ وَاَجِلِهِ فَقْدِرُهُ لِيْ وَ يَسِرُهُ لِیْ ثُمَّ بَارِکَ لِیْ فِيْهِ وَاِنْ کُنْتَ تَعْلَمْ اَنَّ هَذَا الاَمْرَ شَرًّلِیْ فِیْ دِيْنِیْ وَمَعَاشِیْ وَعَاقِبَةِ اَمْرِیْ وَفِیْ عَاجِلِ اَمْرِیْ وَاَجِلِهِ فَاصْرِفْهُ عَنِّی واَصْرِفْنِیْ عَنْهُ وَاقْدِر لِیَ الخَيْرَ حَيْثُ کَانَ ثُمَّ اَرْ ضِنِیْ بِهِ  ای الله زه له تا څخه ستا د علم په واسطه خير غواړم او طاقت غواړم ستا دقدرت په واسطه او د ستا د عظيم  فـضل سوال کوم لکه څرنګه چه ته قادرئی اوزه قادر نه يم ته پوهيـږی او زه نپوهيـږم  ته په غيـبـو دانا ئی، ای الله ته چه پوهيـږی دا کار(د هغه کار نوم واخيستل شی  لکه هذالبيـع يا هذالنکاح او داسی نور)په دين، ژوندون، په پای، په دنيا او آخرت کښـی زما له پاره بهتره ده نو ددغه عمل انجام کول زما په اختيار کښـی راکړه او د زما له پاره ئی اسانه کړه او ددی کار کړنه زما له پاره د برکت وړ وګرځوه او ته پوهيـږی دا کار په دين، ژوندون، په پای، په دنيا او آخرت کښـی زما له پاره بد دی پس ددی کار کول له ما څخه لری او ما تريـنه منـصرف کړه او هر چـيرته چه خير وی  هغه راته را پـيـښ کړه او ما پر هغه راضی کړه په آخره کی په هغه کښـی چه می خير وی راته راپـيـښ کړه.

 

د توبی لمونځ

 که له چا څخه ګناه وشی  اودس د وکړی او دوه رکعاته مستـحب د توبی لمونځ د وکړی ورسته د توبه وباسی او د پاک الله له در باره د بښنه وغواړی.

 

د سفر يا پرديسی لمونځ

سفر ته د تګ او د راتګ په وخت کښـی دوه دوه رکعاته لمونځ مستـحب دی.مسافر هغه څوک دی کومه لار چه دی وهی هغه بايد په عادی تګ سره په دريـو ورځو کښـي ووهی چه د کيلو متر په اندازه شپـږ نوی کيلو متـره کيـږی ګر چه د موټر او نورو په واسطه کولای شی په څو دقـيقـو کښـی همدا لارووهی که له همدی فاصلی څخه کمه لار وی نو هغه مسافر ندی نو هر څوک چه له خپل پلارنی ټاټوبی څخه ووځی  او له پـنـځلسو ورځو څخه کم په هِغه ځای کښـی تيـروی هغه ته مسافر ويل کيـږی او پر هغه واجب دی چه څلور رکعاتی فرض لمنځونه(ماسپښيڼ، مازديګر، ماخستن) دوه دوه رکعاته اداکړی او که ئی څلور رکعاته وکړل ګناهګار کيـږی که سهواًئی څلور رکعاته وکړل سجده سهوه د وکړی لمونځ ئی ادا کيـږی، د وترو او سنـتـو پـوره کول ضرور دی او که ئی  تلوار وه او پر ناوخته کيدل نو سنت د( بدون د سهار له دوه رکعاته سنـتـو څخه) نه کوی نه ګـناه ګار کيـږی، کوچيان چه په خيمو کښـی ژوند کوی هغوی مسافر نه ګـڼل کيـږی بلـکه هغه خيمی د هغوی کورونه دی، هر څوک چه په يوه ځای کی يا په لاره د اقامت نيت وکړی يعنی داچه له پنـځلسو ورځو څخه زيات وخت په هغه ځای کښـی تيروی هغه مقيم بلل کيـږی او خپل لمنـځونه دی پـوره کوی، که چيرته څوک په مسافری کښـی د نا معلومی مودی له پاره پاته شی او دا ورته معلومه نه وی چه کله به حرکت کوی که له پـنـځلسو ورځونه زياتی هم پر تيری شی هغه مسافر بلل کيـږی، ښځه اولادونه نوکران که له چا سره وی هغوی تابـع د خپل مشر دی او دهغه د نيت پيروی د کوی، که څوک په الوتکه يا کشتۍ يا کـتار کښی وه او په ولاړه ئی لمونځ نشو کولای نو په ناسته د وکړی، که په سفر کښـی له چا لمونځ قضا شی او هغه مقيم شی  نو قضائی د په کسر يـعنی  دوه رکعاته ادا کړی، او که په سفر کښـی ئی د مقيميت د وخت قضائی راګر ځوله نو مکله قضائی د راوګرځوی، د مسافرانو د جماعت لمونځ  هم په کسر کيـږی اوکه امام مقيم وی نو مسافر د په هغه پسی لمونځ مکمل وکړی او که امام مسافر وی او مقتدی مقيم نو مقتدی د کله چه امام سلام وګرځوی دی د بدون له سلام ګرځولو جګ شی او خپل پاته لمونځ د پوره کړی، مسافر کله چه بيرته خپل کور يا کلی يا ښار ته ورسيـږی نو له مسافری خلاصيـږی او مقيم بلل کيـږی.

د مقيم اصلی وطن هغه ځای ده چه دده اولادونه هلته وی يعنی که مور پلار او نور خـيښان ئی په بل ځای کښـی وی هغه ځای دده د مقيميت ځای نده اوکه چا زياتی ښځی درلودی او په مخـتلـفـو ځايونو کښـی وی نو هرځای ئی د ده د مقيميت ځای ده.

 

الله مو مل

 انجـنـيـرنـيـاز محـمـد نـيـاز

۲۱/۱۲/۱۳۸۵

 

5 responses

3 02 2012
farid

thanks for such a grate information

16 05 2012
Naqeebullah Achakzai

Manana deer khaista……Malomath

13 11 2012
Mohammad Shafiq

خدای دی تاسو ته په دی دنیا او په آخرت کی ایوزونه درکړی چی تاسی دغسی معلومات مونږ ته نشرکوی.

22 01 2014
zafarnoori

زه یو مسافریم څوارلس ورځی په کابل کی تیروم او دوه ورځی به کورکی یعنی ننکرهار کی زه څنګه خپل لمونځ وه کړم په درناوی

18 05 2014
ضیاالحق میازاده

خدای تعالی مو په دنیا او اخرت کی سرلورلیی اوممتاز لره . دیر خه مو دستاسو له معلوماتو خحه زده کرل .کور مو ودان

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s




Follow

Get every new post delivered to your Inbox.

%d bloggers like this: