ايمان

داسلام ارکان

اسلام پنـځه رکنـونه(بناوی) لری چه عبارت دی له کلمی، لمونځ، روژی، ذکاة او حج څخه.

کلمه

دا داسلام لمړي رکن دی منـکر يی مطلق کافردی.او داالله تعلي بـنـده ګان بايـدد زړه له صدقه ايمان(باور)  پر ولری کليمی شريـفی شپـږ دی او په لاندی ډول بيانيـږي چه له هر څه دمـخه لمړۍ بايد پرايمان پوه شو. ايمان چه په لغت کشی باور ته وايي پر دوه ډوله دی !

 

اول ايمان مفصل: اَمَنْتُ بِا للهِ وَ مَلَئِکَتِهِ وَ کُتّبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الْاَخِرِ وَالْقَدْرِخَيْرِهِوَشَرِهِ مِنَ اللهِ تَعَالَی وَالْبَعْثِ بَعْدَالْمَوْتِ. ايمان می راوړی دی په الله تعالی ، ملائـکودالله، کتابونود الله، رسولانودالله اوپه ورځ د جزا او په قيامت اوپه دی چه اندازه د خير اوشر له جانبه د الله څخه ده او بعد له ژوندونه مرګ حق دی.

 

دوم ايمان مـجمل:  اَمَنْتُ بِا للهِ کَمَاهُوَ بِاَسْمَآ ئِهِ وَصِفَا تِهِ وَقَبِلْتُ جَمِيْعَ اَحْکَا مِهِ اِقْرَارٌ بِالِّسَانِ وَتَصْدِيْقٌ بَالْقَلْبِ. ايمان می راوړی دی په الله تعالی لکه څرنـګه چه هغه پرخپلونومونو او صفـتـونودی، اود هغه ټول احکام می قبـول کړی دا ټول پر خپله ژبه اقرار کوم اوپه زړه ئی تصديق کوم.اودا هم کليمی شريفی:

 

۱-کلمه طيبه شريفه:لَا اِلَهَ اِلَّا الله مُحَمَّدٌرَّسُول الله.  نشـه هيـڅ معبـودبرحق مګر بدون له الله جل جلاله څخه او محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم د هغه رسول دی.

 

۲-دشهادت کلمه شريفه: اَشْهَدْ اَنْ لِّا اِلَهَ اِلَّا الله وَحْدَ هْ لَا شَرِيْکَ لَهُ وَ  اَشْهَدْ اَنَّ مُحَمَّدً اعَبْدُ هُ وَرَسُولُهُ.  شاهدی ورکوم چه نشته هيڅ معبودبرحق مګر بدون له الله جل جلاله څخه هغه تـنـها دی او هيـڅ شريک نلری او شاهدی ورکوم چه محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم د هغه بـنـده او رسول دی.

 

۳د تمـجيد کلمه شريفه: سُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ وَ لِّا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَاللهُ اَکْبَرْ وَ لَا حَوْ لَ وَ لَا قُوَّ ةَ اِلَّا بِاللهِ الْعَلِّی الْعَظِيْم.

پاکی صرف الله تعلی لره ده جمله ثنا صفت الله لره دی بدون له الله څخه هيـڅ يـو د عبادت سزاوارندی پاک الله لوی دی نشته هيـڅ طاقت او قوت مګر بـيـدون د لوی او عـظيـم الله تعلی له طرفه څخه.

 

۴ دتوحيد کلمه شريفه: لَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَحْدَ هْ لَا شَرِيْکَ لَهُ لَهُ الْمُلْکُ وَلَهُ الْحَمْدُ يُحْیِ وَيُمِيْتُ وَهُوَحَيٌ لَّا يَمُوْ تُ اَبَدًا اَبَدًاذُول الْجَلَا لِ وَالْاِکْرَامِ بِيَدِهِ الْخَيْر وَهُوَعَلَي کُلِّ شَيءٍ قَدِيْرٌ نشته هيڅ معبودبرحق مګر بدون له الله جل جلاله څخه هغه تـنـها دی او هيـڅ شريک نلری ده لره دټولوکائيناتو پاد شاهی ده ټول ثنا صفت ده لره دی ژوندورکونـکی اوژونداخيستـونـکی دی اوپـخپله د هميش لپاره ژوندی دی هيڅکله نه مری دعظمت اولويی صاحب دی ټولی نـيـکی اوخير دده په قبـضه کی دی او په ټولولوشيانو قادردی.

۵-داستغفار کلمه شريفه: اَللَّهُمَّ اَنْتَ رَبِیْ لَا اِلَهَ اِلَّآ اَنْتَ خَلَقْتَنِیْ وَ اَنَا عَبْدُکَ وَ عَلَی عَهْدِکَ وَوَعْدِکَ مَااسْتَطَعْتُ اَعُوْذُبِکَ مِنْ شَرّ ِمَاصَنَعْتَ اَبُوْ أُ لَکَ بِنِعْمَتِکَ  عَلَیَّ وَ اَبُوْ أُ بِذَنْبِیْ فَغْفِرْ لِیْ فَاِنَّهُ لَا يَغْفِرُ الذُّ نُوْبَ اِلَا اَنْتَ . ای الله ته زما رب يی بدون له تا څخه هيڅ څوک دعبادت وړندی تا زه پـيـداکړی يم او زه ستا بـنـده يم زه دخپل طاقت په اندازه په خپل عهد اووعدی له تاسره ټـيـنـګ ولاړيم پناه دروړم له بدو عملو، نعمـتـونه چه تاراته راکړی اقرار کوم، په خپلو ګناهونو اعتراف کوم، نو بـښـنه راته وکړه ځکه چه بدون له تا څخه هيڅ بښونکی نشته.

۶-دکفر د رد کلمه شريفه:اَللَّهُمَّ اَنِّیْ اَعُوْذُبِکَ مِنْ اَنْ اُشْرِکَ بِکَ شَيْاءً وَاَنَا اَعْلَمُ بِهِ وَاَسْتَغْفِرُکَ لِمَا لَّآ اَعْلَمُ بِهِ تُبْتُ عَنْهُ وَ تَبَرَّاْتُ مِنَ الْکُفْرِ وَالشِّرْکِ وَالْغِيْبَةِ وَالْبِدْعَةِ وَالْنَّمِيْمَةِ وَالْفَوَاحِشِ وَالْبُهْتَانِ وَالْمَعَاصِیْ کُلِّهَا وَاَسْلَمْتُ وَاَقُوْلُ لَا اِلَهَ اِلَّا الله مُحَمَّدٌرَّسُول الله. ای زما پاکه ربه ماته نجات راکه له هغه څه چه زه له تاسره شريک وګرځوم او زه په هغه عالم اوپـوه وه اوسم او له تاڅخه دهغه ګناه مغـفرت غواړم چه له ما څخه بدون له علميت او پوه(سهواً) شوی وی ما له هغی ګناه توبه کړی او زه له کفره، شرکه، غيبت، بدعت، شيطانی، فهشا، تهمت او ټولو ګناهونو څخه بيـزاره يم او مطيـع فرمانبرداره د تا شوم او وايم چه نشته هيڅ معبودبرحق مګر بدون له الله جل جلاله څخه او محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم د هغه رسول دی.

والسلام

نياز محـمـد نـيـاز

 

One response

29 05 2013
خیرالله خیرخواه (هوتک)

نیازی صاحب ډیره زیاته مننه چی اسلام پال یی او د اسلام خدمت کوی
په شپږمه کلمه کی ( والغیبت) درڅخه پاتی دی هیله ده اصلاح یی کړی او بل داچی د فهشا صحیح املا داسی دی فحشا
هیله ده چی بده تمام نشی
وسلام

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s




%d bloggers like this: