ذکاة

ذکاة

 

دا د اسلام څلرم رکن دی او په هر مسلمان عاقل، بالغ، آزاد او چه د کامل کلی نصاب مالک وی او يو کال د هغه په مال باندی تير شوی وی فرض دی، منـکر ئی کافر دی تارک ئی ګـناهګار دی الله تعلی په خپل کلام شريـف کښـی فرمائی: وَاَقِيْمُوْ الصَلَا ةَ وَ اَتُوْ ذَکَاةَ  قايم کړۍ لمنځونه او ورکړۍ ذکاة رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فر مائی: هر هغه چا ته چه الله پاک مال ور کړی او چه ذکاة ئی ور نـکړی د قيامت په ورځ هغه مال دده داسی مار ګرځی چه ډير زهرداره او تر غاړی ئی تاويـږی په دواړو شونډو ئی چيـچي او ورته وائی زه د تا مال او خزانه وم چه په دی ترتيب درته جزا درکوم.

هغه څوک چه صاحب دی دوه سوه درهمه نـقری يا شل مثـقـاله طلا وی او يا يودهغو د قيمت رايـجی پـيـسی  يا تـجارتی مال ولری هغه ته نـصاب کامل وائی چه دا اصطلاح په ذکاة کی زياته تـکراريـږی.

هر مال چه نـصاب تـکمـيل کړی او وروسته د نـصاب له تـکمـيلـيدو پر هغه مال يـو هجری قمری کال(لمريـز کال اعتبار نلری) پر تـيـر شی بـيـا ذکاة ئی ور کول کيـږی.

که څوک قرضداره وی مـګر د هغه ټول مال دده له قرضه اضافه نه وی پر هغه ذکاة نـشـتـه اما که د هغه ټول مال له قرضه څخه ئی اضـافـه وه او اضافـه مال ئی نصاب تـکميل کاوه نو پدی صورت د هغه په اضافه مال باندی ذکاة شتـه، که تجارتی مال نصاب تکميل کړی پر هغه مال باندی ذکاة لازم دی، د اوسيدو په ځای (کور)، دبدن پر کاليـو، دکور پر اسبـابـونـو، د سپـارلۍ پـه وسايـلـو، خدمدت ګار او د استـفادی پر صلاح ذاکاة نشته، مګر که دا شيان د تـجارت په خاطر ولری پر هغوی ذکاة فرض دی.هر مال چه نـصاب ئی تـکميل کړی وی که د هغه مال په عوض قيمت ئی ور کړی شی هم جائـز دی.که د چا پر مال باندی ذکاة واجب شو مـګر مال ئی ضايـع شو نو پر هغه د همدی مال ذکاة نشته او که يو قسمت ئی ضايـع شو او پاته مال له نـصاب څخه زيات وه پر هغه ذکاة واجب دی او که پـخپله ئی قصداً ضايـع کړی بيا هم ذکاة پر واجب دی.

د اهلی حيواناتود ذکاة په ورکړه کښـي سايمه ضروری ده او سايمه هغو حيواناتو ته ويله کيـږی  چه په سهرا کښـی څری لکه اوښ، غويی، پسه اوداسی نورچه د کال زياته برخه په سهرا کښـی څری او له هغه ځايه ځانـته خواړه برابروی که نيـم کال يا له نيـم کال څخه زيات وخت خاوند ئی خواړه ورته ورکړی په هغـوی ذکاة نشته او همدارنـګه که د غوشی،کار يا د سپارلۍ له پاره وساتل شی نو هغه ته هم سايمه نه ويله کيـږی او ذکاة نه پر واجبـيـږی.د حيـواناتو په اهلی والی کښـی ئي مور ضروری ده که د حيوان مور اهلی وی نو د هغه بـچی هم اهلی اوکه نه وه نو بـچی ئی هم اهلی ندی.که حيـوان سايمه وی او خاوند ئی هغه د تـجارت په خاطر خر څلاوته وړاندی کړی او يا ئی خرڅ کړی د هغه کال ذکاة پری نه راځی مګر دبيـع له وخته څخه کله چه کال پـوره شو ذکاة دهغه له قيمته څخه بايد ور کړ شی.پر وريـو، سيرليـواو خوسکيـو باندی ذکاة نشته او همدارنـګه هغه حيـوانات چه وق-ف شوی وی پر هغو هم ذکاة نشته.

 

د پسه ذکاة: پسه، ميـږه، وزه او وزګوړی که لکۍ ولری يا ونلری يو شان دی، ددی حيواناتو کله چه تعداد څلويـښتو ته ورسيـږی او سايمه وی او عمر ئی له يوه کاله کم نه وی يو متـوسط د هغو بايد ذکاة ور کړ شی، که د يوه پسه په مقابل کښـی ئی يو غټ پسه ذکاة ور کړ او  د فـقير څخه ئی تفاوت واخيست او يا ډنګر پسه ئی ور کړ او نور ئی د تفاوت پيسی فـقير ته ورکړی پروا نلری، له څلويـښتو تر يوسل او شلو پری همدا حکم دی يـعنی يو پسه ذکاة دی مګرله يوسل اوشلو څخه تر دوه سوه شلو پوری دوه پسونه او له دوه سوه يوويشت تر درۍ سوه پوری درۍ پسونه اوله هغه اضافه تر څلورسوه پوری څلور په همدی ترتيب په هر سلو پسونو کښـی يو پسه اضافه کيـږی.

 

د اوښ ذکاة:  اوښ او اوښه په حساب کښـی يو شان دی، کله چه د اوښانو تعداد کوم چه په سهرا کښـی څری پـنـځه شی يو پسه، په لسو دوه پسونه، په پـنـځلسو درۍ پسونه، په شلو څلور پسونه ،او په پنـځه ويشتـو يوه اوښه چه يو کلـنه وی او په دوهم کال ئی پښـه ايښـی وی ذکاة لازميـږی تر پنـځه ديرشو پوری او په ښپـږ ديرشوتر پنـځه څلويـښتو باندی يوه دوه کلنه اوښـه چه دريم کال د عمر ئی شروع شوی وی او له شپـږ څلويښتو تر شپيـتو پوری يوه درۍ کلنه اوښه له يو شپـيـتو تر پـنځه اويا پـوری يوه څلور کلنه اوښه او له شپـږ اوياوه نه تر نوی اوښانو دوه دوه کلنی اوښی او له يو نوی تر يوسلو شلو پوری دوه درۍ کلنی اوښی ذکاة لری بعد له يو سلوشلو څخه په هرو پنـځو اوښانو يو پسه ذکاة کيـږی په پور ته طريـقه دوام ورکول کيـږی تر څو چه يوسلوپنـځه څلويـښتو ته ئی تعداد ورسيـږی چه پدی صورت کښـی بايد دوه اوښـی (څلور کلنی) او يوه بله يوه کلنه اوښه چه په دوهم کال ئی پښه ايښـی وی ذکاة ورکول کيـږی اوپر يوسلو پنځوسو باندی درۍ اوښـی (څلور کلنی) ذکاة ورکول کيـږی، هر څومره چه تعداد اضافه کيـږی په پورته طريـقی سره ورته حساب ضروری ده، په ذکاة کښـی اوښه ور کول کيـږی اوکه د اوښ قيمت له اوښی سره يو شان وه فرق نـکوی که اوښ هم ور کړ شی.

 

دغوائی ذکاة: کله چه دغوايانو(غواؤ) تعداد ديرس شی او يوکال پر تير شوی وی اوپه سهرا کشی وڅری نو يو خسکی يا خسکۍ چه يو کلن شوی وی ذکاة ور کړ شی اوکه تعداد ئی له ديرسو کم وی ذکاة نلری، کله چه تـعتـداد ئی څلويـښت شی نو يو دوه کلن خسکی يا خسکۍ ذکاة کيـږی، پر شپـيـتو باندی دوه دوه کلـن خسکی پر اويا غوايانو باندی يو درۍ کلن او يو دوه کلن خسکی او پر اتيا غوايانو دوه درۍ کلن ذکاة کيـږی همدا رنـګه په هرو لسو چه زياتيـږی نو په پورته ترتيب د دوه کلن او درۍ کلن په تغير ازدياد په کښـی راځی.د غوايانو په حساب کښـی غوا او غوئی يو شان دی فرق نلری.

 

د طلااو نقری ذکاة يا د سرو او سپينو زرو ذکاة: که چيرته مقدار دطلا  شل مثـقاله(پنـځه اتيا ګرامه) يا له هغه څخه کم وی ذکاة نلری او که له شلو مثـقالو څخه زيات وی او يو کال پر تير شوی وی نو نيم مثـقال ذکاة پر واجبيـږی ((طلا که زيورات وی يا سکه ياغير سکه اويا ظرف وی ټول په يوه حساب دی او همدارنګه يو مثـقال شل قيراطه ده او شل مثـقاله معادل د پنـځه اتيا ګرامو دی)) که چيرته د طلا مقدار څلور ويشت شو نو بيازيات شوی ذکاة ئی دوه قيـراطه نور ذکاة کيـږی په همدی ترتيب په هرو څلورو مثـقالو زيادت باندی دوه دوه قيراطه ذکاة زياتيـږی.

په دوه سوه در همه (يوسلو څلويښت مثـقاله) سپـيـنـو زرو باندی پنځه درهمه (درۍ نيم مثـقاله) سپين زر  ذکاة کيـږی او په هرو څلويښـتو در همو کښـی چه اضافه کيـږی نو په ذکاة کښـی ئی هم يو درهم اضافه کيـږی.

که چيرته دطلا يا سپـيـنـو زر و سره بل فلز ګډ وی نو که مقدار د طلا په هغه کښـی اضافه وی د طلا په حساب کښـی اوکه مقدار د بل فلز په هغه کښـی اضافه وی نو بيا ذکاة نه لری او داسبابو په حساب کښـی راځی.

نقدی پيسی که په بانک کښـی هم وی کله چه د طلا يا دسپـيـنـو زرو نـصاب تکميل کړی ذکاة پر لازم دی.

که چيرته څوک پنـځلس مثـقـاله طلا او څو مثـقـاله سپـين زر ولری چه د سپـيـنو زرو قيمت ئی پنـځه مثـقـاله طلا ته ورسيـږی نو دواړه سره جمع کيـږی او يعنی د شلو مثـقـالو طلا ذ‌کاة بايد ورڅخه ور کړی يعنی نيم مثـقـال طلا ذکاة بايد ورکړی، همدارنګه په تجارتي توکو باندی هم ذکاة لازم دی البته کله چه نصاب ئی د طلا يا نـقری(سپينورزو) نصاب ته ورسيـږی يعنی داچه پيسی، طلا، نقره، تجارتی شيان ټول په دارائی کشـی راځی چه ذکاة ئی واجب دی.

همدارنـګه په ميـوی او غلی باندی هم ذکاة شته که چيرته د ا شيان په روانو اوبـو وکرل شی نو بايد د هغوی عشر يعنی لسمه ذکاة ورکړ شی او که د پـيسو په اوبـو يا د ډولۍ يا دحيـواناتوپه واسطه اوبه شی نو پدی صورت کښـی ذکاة ئی نيمی د عشر يعنی شلمه کيـږی.

ذکاة بايد مسلمانو مسکينانو، فـقيرانو، عاملـين د ذکاة، مولـفة القلوب، غلام، قرضدار، فی سبـيـل الله او مسافر ته ور کړشی چه مسکينان هغه خلګ دی چه هيڅ شی ونلری، فـقيران هغه خلګ دی چه کم مال ولری مګر نصاب ته و نه رسـيـږی، عاملين د ذکاة هغه کسان دی چه هغوی د ذکاة د را ټولو په خاطر ګمارل شوی وی او د ذکاة په راټولولو مصروف وی چه دهغوی د کار په اندازه د مسئولو کسانو له خوا د راټول شوی ذکاة څخه هغوی ته ورکول کيـږی، مولـفة القلوب هغه کسان دی چه دوی اصلاً مشران د بعضی قومونو دی چه که چيرته دوی ته دا ذکاةورکړ شی نو د دوی په زړونو کښـی به الفت پيداشی او داسلام سره د دوی په يوځای کيدو به ددوی قوم هم په اسلام مشرف شی، غلام عبارت له مرئی څخه دی، قرضدار هغه کسان دی چه قرضداره وی او د ده مال د ده قرض نشـی پوره کولای، فی سبـيـل الله هغه کسان دی چه دوی د جهاد په خاطر وتلی وی او له خپلی ټولنی څخه جداشوی وی او نـفـقی ته احتـياج ولری، مسافر هغه کسان دی چه په سفر کښـی وی او د سفر له پاره ددوی سره خرڅ خلاص شوی وی ګرچه په خپل کور کښـی غنی هم وی.

ذکاة ور کونکی کولای شی چه خپل ذکاة يو له پورته کسانو ته او يا څو کسانو ته ور کړی، که چا د ذکاة له ماله څخه د مړی تکفين وکړ يا ئی د لويـو لارو په جوړولو يا د مقدسه اماکـيـنو په جوړولو کښـی يا د معاشونو په ورکړه کښـی مصرف وکړ دا ذ‌کاة ئی نه کيـږی، په هغو قريبانو لکه موراو پلار، نيکه نيا، اولاد اولمسيانو باندی ذکاة نه کيـږی مګر په خوندو. وروڼو، ترونو، خاله، ترور، ماما ګانو،اود همدی کسان په او لادونو باندی ذکاة کيـږی ثواب هم لری، د ذکاة ورکولو په وخت کښـی ور کونکی ته د ذکاة نيت موهمه ده او اخيستونـکی که پر پوه هم نشـی پروانلری مګر ذکاة ورکونـکی ته لازمه ده چه مستـحق اخيستـونـکی ته ئی ورکړی، د بـنی هاشمکورنۍ ته ((کوم چه د حضرت علی کرم الله وجه، حضرت عباس رضی الله تعلی عنه، جعفر رضی الله تعلی عنه، عـقيل رضی الله تعلی عنه، حارث بن عبدالمطلب رضی الله تعلی عنه له کورنۍ څخه وی)) روا ندی، که چا سهواً ذکاة کوم غنی ته ورکړ او وروسته ورته معلومه شوه چه هغه مستـحق ندی دده ذکاة کيـږی. ذکاة بايد په هغه ځای کښـی ور کړی په کوم کښـی چه ژوند کوی او بل ښار يا ځای ته دی نه ليـږی مګر د اقاربـو له پاره کولای شی.

الله تعلی د موږ او تاسی ټولو ته د ذکاة د ورکړی توفيق راکړی

نــيـــــــــــــــــــــــــــــــاز مــــــــــــــحــــــــــــــــــــــمـــــــــد نـيــــــــــــــاز

 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s




%d bloggers like this: