روزه

روزه

 

روزه په لغات کښـی پرهيـز ته وائی او په شريعت کی پرهيـز کول دی له خوراک، څښاک، او جماع څخه چه له طلوع د صبح صادق څخه شروع او د ماښام تر اذانه پوری وی، روزه داسلام دريـم رکن دی چه د رمـضان المـبارک (يعنی د روزی )په مياشت کښـی په هربالغ مسلمان که نر وی يا ښځه فرض دی پاک الله د بـقری دسورة په ۱۳۸ آيات شريف کی فرمائی:

ای هغو کسانو چه ايمان مو راوړی روزه پر تاسی فرض ګرځيدلی لـکه چه فرض شوی وه په هغو کسانو چه پـخوا تر تاسی وه تر څو چه تاسی پر هيـز ګاری وکړۍ د روزی، په شمارل شوی ورځو کښـی.زموږ رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فر مائی هر څوک چه دروزی په مياشت کښـی روزه د الله پاک د رضا اوثواب له پاره ونيـسی پاک رب العا لمين دهغه ټـولی پـخوانۍ ګناه ګانی بـښی بل حديث شريـف دی چه وائی د قيامت په ورځ د روزه دارانو له پاره دسترخوان غوړول کيـږی دوی له هغه څخه خوری اوڅښـی حال داچه نور به د حساب او کتاب په انـتـظار وی او وائی به  چه دا څوک دی چه خوری او څښـی او موږ په انـتـظار کښـی يو ځواب به واوری چه دغو کسانو د الله پاک له پاره روزه نيـولی او تاسی روزه وخوړله.

روزه نيـول په کال کښـی پـنـځه ورځی په اوله ورځ د کوچنـی اختر او په اوله دوهمه دريمه او څلورمه ورځ د لوی اختر حرامه ده، د روزی نيـولو په وخت کښـی نيت د روزی (يعنی ووائی سبا روزه نيسم) ضرور دی که ئی په ژبه ونه وائی په زړه کی ئی بايد نيت وکړی او که نيت ونکړی هغه ته روزه دار نه ويل کيـږی، تر هغو چه صبح صادق شروع کيـږی که چا نيت د روزی کړی هم وی کولای شی خوراک يا نور کارونه وکړی، د روزی نيت د شپی له خوا کيـږی که د چا له ياده وتلی وی نود لمر له زواله څخه د مخه  هم چه نيت وکړی صحيح ده، که داسمان د وريـځو له سبـبه دشعبان د مياشتی په ۲۹ تاريخ مياشت وليدل شوه ښه ترښه کـنه د سبا له پاره د تر زواله  انـتـظار وباسی که له کومه ځايه خبر شو نو روزه د ونيسی کنه ضرورت نشته، که اسمان وريځ وه او يوه با تـقوی نـفر شاهدی ور کړه چه ما مياشت وليده د هغه شاهدی قبوله ده که نر وی يا ښځه بايد روزه ونيـول شی، د اختر د مياشتی د ليدو په باره کښـی اقلاًدوه با تـقوی نـفره بايد شاهدی ور کړی کـنه د يوه نـفر شاهدی قبـوله نده، د دروغ ويـونـکی، او هغه نـفر چه لمونـځ نـکوی که هر څومره تعداد وی شاهدی ئی د قبـول وړ نده که قسم هم وخوری، که چا په تـنـهائی  داخـتر مياشت ولـيـده او بل چا ونه لـيـده هغه هم بايد روزه ونيسی، که د ورځی له خوا مياشت ولـيـدل شی هغه د راتلونـکی شپی نه حسابـيـږی اګر که له زواله د مخه هم وی.

مسافر او مريـض ته چه پوه شی روزه نيـول ورته ضرر لری هغوته روزه روادی چه وخوری او بعد دروزی له مياشتی د قضائی راوړی، که مسافر د مسافری په حالت کی او مريـض د مريـضی په داسی حالت کښـی مړ شی چه روزه ئی نه وی نيـولی پر هغو قـضائی نه واجبـيـږی، که مريـض روغ شی او مسافر مقـيـم شی د خوړل شويـو روزو قـضائی پر لازمه ده، اومـيـنـد واری ښځی ته يا دهغی اولاد ته که دروزی په نيـولو کښـی خطر وی نو د روزی په مياشت کښـی د روزه وخوری مګر له ولادت او صحت وروسته روزه نيول پر فرض دی، همدارنګه د حايـضی او نـفاسی  زنانه باندی هم د حيـض اونـفاس له خلاصيدو وروسته د خوړل شويو روزو نيول فرض دی، شيـخ فانی لپاره د روزی خوړل روادی مګر د خوړل شوی روزی فـديه پر واجبه ده، که په روزه کښـی د ورځی له خواکوچنی بالغ شی او يا کافر مسلمان شی نو له هغه ساعته وروسته روزه نيول پر فرض دی، که څوک په روزه کښـی بـيـهوښه شی نو دهغی ورځی قضائی نه پر راځی مګر له هغه وروسته روزی بايد ونيسي، که ليونی له ليونتـوب څخه جوړ شی د خوړل شويـو روزو نيول ورته ضرور دی، که مسافر له سفره په روزه کښـی کورته ورسيـږی او يا حايـضه او نـفاسه له حيـض او نـفاس څخه جوړی شی له هغه ساعته وروسته د روزه ونـيـسي اګر که د روزی نيت ئی هم نه وی کړی او که چا نـفلی روزه نيـولی وی او بـيا هغه وخوری د هغی قضائی پر واجبه ده.

که روزه داره په هيـره(چه فکر ئی نه وی) څشـی وخوری يا وڅښی يا جماع وکړی که هر څومره وی او يا په خوب کښـی احتـلام شی(شيطان ئی غلط کړی) روزه نه ماتيـږی، اوکه څوک ئی وليدل چه په هيـره دا کار کوی نو که چيـرته هغه شخص قوی وه  پرده واجب دی چه هغه ته د روزی ور په ياد کړی او که مريض يا ناتوانه ؤ نو نه د ور په يادوی، په روزه کښـي سترګی تورول، سرو ځان غوړول، دخوشبوئی بوی کول روا دی(مګر بهتره ده چه داکار ونشی)، نسوار کول، سګرت څکول، د عنبر يا سپيـلنـی يا نورو شيانو دود کول چه د هغو له دوده استـفاده وکړی روزه فاسده وی، که د روزه دار خولی ته مچ يا دود اوګرد ورغی روزه ئی نه فاسديـږی او که قصداً ئی دا کار وکړ فاسديـږی، د خولی او دپـزی اوبه تيرول روزه نه فاسدوی، که روزه داره غاښونه پاکول او په غاښو کی ئی کوم بـڅرکی چه د نـخود له اندازی کـم وی له غاښه جدا او تير ئی کړ روزه ئی نه فاسديـږی اوکه د نـخود په اندازه يا له هغه څخه لوی وه نو روزه فاسديـږی او که له خولی ئی راويـوست بيا ئي تير کړ په هره اندازه چه وی روزه ماتيـږی، د اوبـو دغرغری په وخت کی چه روزه په ياد ولری اوبه ستـونی ته ور نـنـوځی روزه ماتـيـږی، که روزه داره قی(استفراق) وکړی روزه نه ماتيـږی اوکه قصداً دا کار وکړی که خوله ئی ډکه شی روزه ماتيـږی او که کم ؤ نه ماتيـږی، که روزه داره په غوږ کی يا دکومی بلی مجری(سوری) له لاری دوا يا کوم بل شی استعمال کړی روزه ئی فاسده کيـږی چه قضائی پر لازميـږی نه کـفاره، (کـفاره عبارت دی له ازادولو ديوه غلام اوکه هغه ئی له وسه نه کيده نو شـپـيـته ورځی بايد پی درپی يعنی مسلسله روزه ونيسی په داسی شرط چه په هغه کي بله روزه يا هغه ورځی چه په هغه کښـی روزه نده روا رانشی او که دا ئی هم له وسه نه کيده نو شپـيـتـو مسکـيـنانو ته د ډوډۍ ورکړی) کله چه څوک جماع وکړی يا څشی وخوری يا په څشی علاج وکړی په فرض روزه کښـی پر هغه قضائی او کـفاره لازميـږی، د نورو روزو په خوړلـو ګرچه د روزی قضائی هم وی کـفاره نه لازميـږی، د قضائی روزو پی درپی نيول موهمه  ندی(بدون له کفاری)، که پر چا د روزی قضائی پاته وه او بله روزه پر راغله نو اول د فرض روزه ونيسی او وروسته د قضا روزه ونيسی او که چا وفات وکړ او قضائی روزی پر پاته وی او وصيت ئی وکړ چه پر ده روزی پاته دی نو پر ولی ئی واجبه ده چه د ده له ماله څخه فديه ور کړی ( يوه مسکين ته د ډوډۍ ورکول دی )او دا د ده د مال له دريمی حصي څخه ور کول کيـږی.

لکه څرنګه چه نفلی لمنځونه ثواب لری نفلی روزی هم زيات ثواب لری، له بی بی عايشی رضی الله عنها څخه روايت دی چه حضرت رسول مقبـول صلی الله عليه وسلم د دوشنبی او پـنـجشنـبی په ورځو روزه نيـوله، ابو قتـاده رضی الله عنه روايت کوی چه رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايل اميد واريم چه د عرفی د ورځی روزه د يوه تير شوی کال او ديوه راتلونکی کال ګناه ګانی معاف کړی، اميد واريم چه د عاشورا د ورځی روزه د يوه تيرشوی کال کناه ګانی معاف کړی، له ابو ايوب انصاری رضی الله عنه څخه روايت دی چه رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايل چا چه روزه ونيوله او له هغه وروسته د شوال شپـږ ورځی روزه ئی نوره هم ونيوله روزه ئی لکه ديوه کال روزه دی.

 

اعتـکاف

اعتـکاف په جومات کښـی سکوت او کيناستلو ته سره له نيت وائی چه د روزی مبارکی په اخره لسمه کښـی سنت مؤکـد کـفايه دی، که له يوه کلی څخه يو نفر هم اعتـکاف وکړی د نورو ټولو غاړی پر خلاصيـږی کـنه د هغه کلی ټول د سنـتو په ترک کښـی راځی، که څوک نذر کړی چه اعتـکاف کوم نو پرده واجب ده چه اعتـکاف وکړی او له اعتـکاف سره روزه هم لازمه ده، معتـکـف نشی کولای چه جماع، مچی کول، يا په شهوانی طريـقه لمس وکړی که چيرته داکار سهواً يا قصداً ځنی وشی اعتـکاف ئی فاسد او قضائی پر لازمه ده، معتـکـف نشی کولای بدون له رفـع حاجت څخه د باندی ووځی او که بدون له رفـع حاجته ووت نو اعتـکاف ئی فاسد کيـږی، معتـکف کولای شی چه د جمعی د لمانـځه لپاره مسجد جامـع ته ولاړ شی مګر بعد له لمانځه د جمعی د ورځی د بيرته خپل جومات ته ولاړ شی.

معتـکـف کولای شی چه د اعتـکاف په ځای کښـی خوراک، څښاک او خوب وکړی او همدارنـګه صرف هغه شی خرڅولای او اخيستـلای شی کوم چه هلـتـه موجود وی، په اعتـکاف کښی خبری کول پروا نلری مقصد چه چـټيـاټ اوخرابی خبری نه وی.

 

صدقه دفطر

د اختر صدقه يا صدقه د فـطر په هر هغه چا چه له يو سلو څلويښت مثـقـالو زياته دارائی ولری پر واجبه ده او همدارنـګه صدقه د فطر د کوچنی اختر د لمړی ورځی له لمر ختـو پوری واجبـيـږی يعنی که څوک مخکی له لمر ختـو وفات شی اويا بعد له لمر ختـو پيدا شی پر هغه صدقه نه واجبـيـږی، بـهتره ده چه صدقه مخکی د اختر له لمانځه څخه ورکړ شی اوکه د روزی په مياشت کښـی يا وروسته له لمانځه د اختره څخه ئی هم ورکړی روا دی، ښځه پخپله که صدقه ورکړی بـهتره ده د صغيرو اولا دو صدقه پر پلار دی چه بايد ورئی کړی، د صدقی اندازه دوه کيلو غنم يا اوړه ئی دی او ياد څلور وکيلو وربـشو يا خرما په اندازه دی او که چا بل څشی صدقه ور کول د هغه قيمت بايد د دوه کيلو غنمو برابر وی، د څو نفرو صدقه يوه مسکين ته روا دی مګر د يوه نفر صدقه څو نفرو ته ندی روا او همدارنګه د صدقی ور کول هغو نـفروته روا دی پر کومو چه ذکاة روا دی.

 

قربانی

قربانی کول ډير زيات ثواب لری حضرت رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فر مائی: د قربانی په ورځو کښـی وروسته له فرايـضو څخه هيڅ عبادت د پاک الله جل جلا له په در بار کښـی مقبول ندی لکه قربانی او مخکی له دی څخه چه دقربانی ويـنی په ځمکه توئی شی د پاک الله جل جلا له په در بار کښـی قبوله کيـږی قربانی پر هغه چا چه صدقه د فطر پر واجبـيـږی قربانی هم واجبه ده پر مسافر(بدون له حاجی څخه) قربانی نده واجبه، دقربانی د ذبـح پر وخت د حيـوان ټنډه بايد د قبلی طرف ته وی، د قربانی ذبـح کول د اختر د اولی ورځی د سهار له اذانه څخه د اختر د دريمی ورځی تر ماښامه روا دی که ورځ وی يا شپه مګر ورځ بـهتره ده هغه هم د اختر اوله ورځ، پر هغو ځايونو کښـی چه د اختر لمونځ واجب دی قربانی بايد وروسته د اختر له لمانځه څخه وشی، که مسافر د اختر په دوهمه يا دريمه ورځ مقيم شی او يا څوک په همدی ورځو کښـی غنی شی پر هغه هم قربانی واجبـيـږی، قربانی پر خپله که ذبـح کړی بـهتره دی کـنه پر بل چا باندی ذبـح کول هم روادی مګر قربانی کونـکی چه پر خپله هلته موجود وی بـهتره دی.

پسه، وزه، اوښ، غويی او ګاو ميښه د قربانی حيوانات دی، پسه او وزه د يوه نفر له پاره قربانی کيـږی او په غوايي، اوښ او ګاوميـښه کشی اوه نفره شريک کيـږی ددی ټولو نفرو نيت د قربانی بايد صرف د پاک الله تعلی رضا وی که د کوم يوه نيت د غوښو خوړل يا بل څه وی ددوی قربانی نه کيـږی او همدارنـګه حصه د هريـوه بايد يو شان وی يعنی غوښه بايد پر مساوی حصو وويشی، د قربانی پسه او وزه بايد له يوه کاله کم نه وی مګر هغه چه له شپـږ مياشتـو زيات عمر ولری او غټ وی هم قربانی ئی روا دی، غويی او ګاو ميښه بايد دوه کلن وی او اوښ پـنـځه کلن وی، د قربانی حيوان بايد عيب ونلری يعنی داچه بايد ړوند نه وی لکۍ يا غوږ يي نه پری شوی، ګوډ نه وی چه کومه پښه پر ځمکه نشی کيښودلی، ډنـګر نه وی چه هډوکی يي معلوم شی، چه ډير غاښونه ئی نه وی توئي شوی، ښکرونه ئی نه وی مات شوی، دحيوان پستوکی يا ئی قيمت بايد خيرات ورکړشی او قصاب ته د ذبـحی په خاطر ورنـکړی شی، که پر چا قربانی واجبه نه وه او دقربانی له پاره ئی قربانی ونيـوله پر هغه ددی قربانی ذبـح واجبه ده، بدون له اجازی بل چاته قربانی کول جائيـز ندی، پر هغه قربانی کښـی چه څو نـفره شريک وی که دوی ټول په شريـکه ټوله غوښه خامه يا پـخه پر مسکـيـنـانو خيرات کوی روادی کـنه بايد مساويانه او پر تله بايد جداشی، کفاروته د قربانی د غوښی ورکول روادی، که چا حامله داره قربانی ذبـح کړله او له هغه څخه ژوندی حيوان را ووت هغه هم بايد قربانی شی.

 

ومن الله التوفيق

نـيـاز مـحـمـد نـيـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاز

One response

4 03 2010
Hikmatullah kandahary

روزه نيـول په کال کښـی پـنـځه ورځی

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s




%d bloggers like this: