لمونځ

لمونځ

داداسلام دوهم رکن دی منکر يی مطلق کافر دی پاک رب العالمين پنځه وخته پر مسلمانانو فرض کړی دی ، سهار (ګهيځ) ماسپـښـيـن، مازديـګر، ماښام او ماخستـن، دلمانځه ترک کول کبـيـره ګـنـاه ده. لمونځ په هر بالغ عاقل مسلمان فرض دی په کوچنی يعنی صغير او ليونی ندی فرض مګر کله چه دکوچنی عمرد اوه کالو شی پر مور اوپلار لازمه ده چه هغه پر لمانځه ودروی اوپوه ئی کړی او له لس کلنی وروسته  که ئی ترک کاوه هغوی بايد تاديب کړی.

دالله تعلی په نـزد لمونځ له هر عبادت څخه الله تعلی ته محبوب تر اوګران دی نو ځکه ئی پنځه وخته فرض کړی دی.

الله تعلي فرمائي ۱- لمونځ وکړۍ، نو ځکه لمونځ پر ټولومومنانو په خپل وقت فرض دی سوره نسا، ۲- لمونځ وکړی د مشرکانو له جملی مه اوسۍ  سوره الروم ، ۳-لمونځ وکړۍ اوذکاة ورکړۍ سوره بقره ، ۴- تلاوت وکړه هغه شی چه پر تا کـتـاب وحی شوی او لمونځ وکړه سوره عنکبوت ، ۵- خپل د کور اهل ته په لمونځ کولو امر وکړه، اوپر خپله هم پر ټينګ اوسه سوره طَهَ ،۶-او لمونځ وکړۍ د ورځی په دوو طرفو کی او دشپي له حصي څخه، په تـحقيـق سره چه نيکي بدۍ ګاني له منځه وړی، دانصيحت دی هغو کسانو لره چه پند اخلی سوره هود، دلته هدف له فرضيت د لمانځه څخه دی پر پنځو وختونو چه مقصد له دوو طرفو د ورځي د سهار، ماسـپـښيـن او مازديګر لمنځو نه او د شپي له حصي څخه مقصد د ماښام او ماخستن لمونځ دی، ۷- لمونځ وکړۍ د لمر د زوال له وخته ترتاريکي د شپي او ووائی قرآن دسهار(دسهار لمونځ) په تحقيق سره قرآن ويل دسهار شاهدی ور کونکی دی سوره بني اسرائيل، په دی آياة شريف کی د سهار لمانځه ته خاص اهميت ور کړ شوی دی ځکه چه په همدی وخت کی د شپي او ورځی فريشتی حاضريـږی، ۸- په تحقيق سره چه لمونځ لمونځ کونکی له فهشا اومنکراتو ساتی او د پاک الله ذکر ډير لوی شی دی سوره عنکبوت،۹- هغه کسان چه پر خپلو لمنځونو حفاظت کونکی دی پس دوی دی وارثان چه جنت الفردوس په ميراث وړی او دتل لپاره به هلـته وی سوره المومنون.همدارنګه دلمانځه په باره کشی دپاک الله په کلام کشی نور ډير ځايونه په کراتو امرشوی چه تفصيل ئی زيات دی.

 د حضرت محمد مصطفي صلی الله عليه وسلم احاديث شريف ۱- لمونځ د دين ستـنه ده ، ۲-  د قيامت په ورځ داولين شی پوښـتـنـه چه وروسته له توحيد څخه کيـږی لمونځ دی چه دلمونځکونکی بدن به لکه دلمر غوندی ځلـيـږی، ۳-د حشر په ورځ به لمونځ کونکی له انبيا، شهيدانو او اولياؤ سره وی او لمونځ نه کونکي به له فرعون هامان شاداد نمرود سره، ۴-  دغه لمنځونه د ويلو په حساب پنځه او دبخشش په حساب پنځوس دی  بخاری شريف ، چه پخوا له اسلامه څخه دغه لمنځونه پنځوس وه مګر کله چه حضرت محمد صلی الله عليه وسلم معراج ته وخوت پاک الله ته ئی سوال وکړ او الله تعلی دده سوال قبول او پر امت  د آنحضرت پنځه لمنځونه فرض او ثواب ئی هغه دپنځوسو لمنځو دی۵  – خپل پنځه لمنځونه ادا کړۍ، ۶- پنځه لمنځونه دی چه الله تعلی فرض کړی دی،۷- هر څوک چه دپنځه ګونو لمنځو لپاره ښه اودس وکړی او هغه په خپلو وختونو ادا کی، ښه رکوع او سجده وکړی، پاک الله وعده کړی چه د هغه ګناهونه به بښی او څوک چه داسی ونکړی الله تعلی له هغه سره هيڅ نوع وعده نلری داچه بښي يي اوکه نه يي بښی، ۸- بد ترين غل هغه دی چه له لمانځه ځنی غلا وکړی، اصحابو کرامو وويل  يا رسول الله داڅنګه غل دی چه له لمانځه غلا کوی وه يي فرمايل هغه چه رکوع اوسجده مکملی نه کوی، همدارنګه نور زيات احاديث د لمانځه په باره کشی راغلی  د مسلمان او کافر تر منځ فرق په لمانځه کی ده.لمونځ تر هغه چه قدرت وی په ولاړه او که د ولاړی قدرت ونلری په ناسته او که د ناستی قدرت ونلری نو بايد اوږد  څملی اوپه اشاره د لمونځ ادا کړی.

فرض، سنت، واجب نفل څه ته وائی:

v     فرض: هغه د الله جل جلا له حکم دی چه د قرآن کريم په آيا تونو  ثابت او په کولو ئي ټول مکلف دی منکر ئی کافر تارک ئی ګناه ګار دی.

v     واجب: درجه ئی فرضو ته نيـږ دی دی، تر ک کول ئی ګناه ده اوکه واجب په لمانځه کشی ترک شی نو سجده سهوه لا زميـژی.

v     سنت: هغه عمل دی چه آنحضرت صلی الله عليه وسلم دايم کړی مګر ددی له پاره چه پر امتيانو ئی فرض يا واجب نشی هغه ئی څو ځله ترک کړی دی که په لمانځه کشی سنت ترک شی لمونځ کيـږی مګر ترک کول ئی ګناه ده سجده سهوه نه لازميـږی.

v     مستحب: دا هم د آنحضرت صلی الله عليه وسلم فعل دی مګر کله ئي کړی اوکله ئی پريښودلی دی په کولو ئی ثواب دی او تر ک ئی ګناه نلری.

v     مُباح: هغه نيک کار دی چه په کولو او نه کولو کشی ئی نه ثواب شته اونه ګناه.

v     حرام : هغه دی چه ممانعت ئی په قطعی ډول ثابت وی په کولو ئی عذاب دی اوپه نه کولو ئی ثواب دی، که څوک حرامو ته حلال وه وائی مطلق کافر دی.

v     مکروه: په کولو ئی ممانعت شوی دی او دوه قسمه دی ۱ـ مکروه تحريمی:حرامو ته نږدی دی په کولو ئی عذاب او نه کول ئی ثواب لری ۲- مکروه تـنـزيحي:هغه دی چه له کولو ئی نه کول بهتره دی.

v     فاسد: هغه دی د يوه روا عمل ماتونکی دی په قصداً کولو ئی ګناه او که سهواً وشی ګناه نلری.

د لمانځه فرضونه:

په دوه ډوله دی، اول باندينی خارجي دوهم  داخلی، بانديني فرض عبارت دی دبدن پاکوالی، دځای پاک والی، د ستر عورت پټـول، قبلی ته مخامخ دريدل، دوقت پيـژندنه،  تکبير تحريمه چه د بعضو علماوه په عقيده د لمانځه په  باندينی فرضو کی شامل دی چه د ټو لو بيان په لاندی ډول بيانيـږی:

دبدن پاکوالی:

نجاست يا ناپاکی دوه ډوله ده ظاهری يا حقيقی او حکمی، لباس او ځای له حقيقی نجاست څخه پاکيـږی نه له حکمی نجاست څخه چه په حقيقی نجاست کی بولی يا غايطه مواد، شراب ، وينه، منی اوداسی نور چټل شيان شامل دی په حکمی نجاست کی له بدنه څخه دباد، نم يا نو، بو لي، ادرار يا متيازی شامل دی چه له بدنه څخه راوځی، حقيقی نجاست د اوبو پر واسطه چه پريمينځل شی پاکيـږی مګر حکمی نجاست د اوداسه او غسل په واسطه پاکيـږی يعنی هر هغه شی چه له بدنه څخه بدون له منيو را وځی د اوداسه په واسطه او کله چه منی له بدنه څخه په شهوت اوټوپ راوځی په غسل پاکيـږی او که مني له بدنه څخه د مريضی په واسطه بدون له شهوته راوځی  هغه هم لکه دبولو په شان په اودس پاکيـږی او همدارنګه زنانه کله چه ددوی د حيض او نفاس  وينه ختميـږی نود دوی بدن هم د غسل په واسطه پاکيـږی او که ددوی وينه له مقرره وخته زيات دوام کوی او دوامداره وی نو دوی هم د معذورو په جمله کی شاميلی دی او بدن ئی د اوداسه په واسطه پاکيـږی.

دا صرف په هغه وخت کشی دی چه اوبه موجودی وی اوکه اوبه نه وی نوپدی صورت کی الله تعلی د خپلو بندګانو لپار نوری اسانتياوی لکه تيمم هم جائيـز ګر ځولی دی چه په لاندی ډول ئی بيانيـږی:

اودس

له ناپاکيو څخه دځان پاکونه ده په اوداسه کشی فرض سنت اوبعضی شيان مستحب دی چه عبارت دی له:

داوداسه فرضونه:څلوردی دټول مخ مينځل يو ځل دويښتانو دشنه کيدو له ځايه تر زنه او د يوه غوږله نرمۍ دبل غوږتر نرمۍ پوری د دواړو لاسونو مينځل تر څنګلو يوځل دسر څلورمه حصه مسح کول او ددواړو پښو مينځل تر بيډيو پوری يو ځل دهمدی شيانو دمينځلو په وخت کی که کوم ځای د يوه ويښته په اندازه پاته شی نو اودس ئی نه کيـږی.

د اوداسه سنتونه:۱- بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيْمِ ويل ۲-ددواړو لا سونو مينځل تر مړوندونو ۳- مضمضه کول يعنی په خوله کښی درۍ ځله اوبه اچول ۴- مسواک وهل ۵-استنشاق يا په پـزه کشی اوبه ننه ايستل ۶-دټول سر مسح کول ۷-هره عضوه درۍ ځله مينځل ۸-ددواړو غوږونو مسح کول ۹-دلاسونواود پښود ګوتو دمنځونواوګيری خلالول که چيرته ګيره ګڼه وی ۱۰ – په ترتيب سره پورته کارونه سرته رسول ۱۱- يوپر بل پسی داعضاوه مينځل نه داچه د يوی عضوی له مينځلو دبلی عضوی تر مينځلو پخوانۍ عضوه وچه شی ۱۲- داوداسه نيت د اودس کولو په شروع کی.

همدارنګه له ښی طرف څخه شروع کول اودغاړی مسح،  داوداسه دشيانو برابرول مخکی له اوداسه استـنـجا کول مستحب دی.ګرانو لوستونکوکه چيرته پورته څلور عضوه په اوداسه کی ومينځل شی نواودس کيـږی مګر دسنتو پريښودل ښه کارندی او احتمال دګناه دی، له دريو وارو زيات مينځل ضرور ندی ځکه چه اوبه زياتی مصرف کيـژی اودزياتو اوبو مصرف اصراف دی چه ګناه لری، که چيرته ساعت، ګوته، لښتۍ ياکه په پـزه کشي سوری وی اوداسی نور شيان ولری دهغو لاندی ځايونو ته بايد اوبه ورورسوی چه داوبو وررسول ورته واجب دی کنه اودس مونه کيـږی،که يو اودس مو درلود اوکوم عبادت مو نه وه کړی دوهم ځل اودس کول جايـز ندی اوکه پر هغه مو عبادت کړی وی اوبيا اودس تازه کړی نور علی نور،که چيری په کومه عضوه کشي مودوا ايښی وی اود هغه بيخ ته اوبه ونه رسيـږی او ددوا لری کول مضر وی نو پروا نشته اودس مو کيـږی، همدارنګه که چيرته په بدن مو زخم وه يا کوم بل مرض وه چه اوبه ورته موضره وی نو خپل لاس پر اوبو لوند کۍ او هغه ځای مسح(لاس تيرول) کړۍ اوکه مسح هم ورته ضررلری نو پروا نلری صرف نظر ځنی وکوی اوکه پر هغه موبنداژ تړلی وی دهغه پر سر مسح وکړۍ خلاصولو ته ئی ضرورت نشته اوکه ئی ضرر نه درلود نو بايد خلاص شی صرف د زخم ځای بايد مسح شی بل داچه محترموکه چيرته يو څوک معذوروی يعنی داچه له هغه څخه متيازی يا منی هر وقت ځنی راوځی يا ناسور زخم ولری چه هميشه ترينه وينه يا نم ترينه جاری وی يا خون بينی وی ، يابواسير ولری، يا زنانه څخه د مريضی  وينه له تعين شوی وخت څخه زياته دوام وکړی اوپه هغه کشی دومره وقفه نشی راتلای تر څو عبادت وکړی داسی اشخاص معذور بلل کيـژی د هغوی لپاره لازمه ده چه اودس په اودس وکړی او خپل کالی هم د هر لمانځه په وخت کی پاک يا تبديل کړی او دوی کولی شی چه د يوه لمانځه په وخت کی پر هغه اودس هر څومره عبادت (لکه نفل، تلاوت اوداسی نور) چه ئی زړه غواړی وکړی مثلاً يونفر چه له لمر ختو څخه وروسته اودس وکړی او په بل شی دهغه اودس مات نسی دی کولای شی چه د ماسپښين لمونځ هم پر هغه وکړی .

داوداسه ماتونکی:هغه چه له مخکينۍ او دشا له لاری(تناسلی لارو) څخه راوځی، له زخم څخه دوينی جاری کيدل يعنی  چه له زخم څخه دباندی تجاوزوکړی، که په خوله کشی وينه پيداشی اورنګ ئی د ناړو رنګ ته تغير ورکړی،که د سرنج په واسطه وينه ووځی، په ډکه خوله قی کول، خوب کول که څملستې وی اويا ئي څشی ته ډډه وهلی وی که هغه شی ځنی لری شی اوچپه شی، له ستر ګو څخه هغه اوښکی جاری کيدل چه سوزش او درد ولری، بيهوشه کيدل يا ليونی کيدل او عقل له لاسه ورکول، خندا کول په داسی حال کی چه دڅنګ نفر ئی خندا واوری.

د اوداسه طريقه: له هر څه دمخه اول دواړه لاسونه تر مړونددرۍ ځله پريمينځل بيا استـنـجا او له بدن څخه نور نجاست لری کول بيا دواړه لاسونه تر مړوند پريمينځل خوله، پزه، مخ، دواړه لاسونه تر څنګلو درۍ درۍ ځله مينځل، دسر مسح، ددواړو پښودرۍ ځله مينځل.

غسل

 

 

کله چه منی په شهوت له بدنه را ووځی که په ويښه وی يا خوب کی، دتناسلی الی داخيليدل يوپه دوو لارو د تناسلی(مخکی يا شا) کی، له حيض او نفاس څخه د زنانه خلاصيدل، نوی مسلمانيدل په دغو حالتونو کی غسل فرض دی.

دغسل فرضونه:درۍ دی په خوله کی اوبه اچول او ټوله خوله مينځل، دپـزی مينځل چه د پـزی د نرمی تر آخره بايد اوبه ورسيـږی اود ټول بدن يو ځل مينځل.

دغسل کولو طريقه:لمړۍ دواړه لاسونه تر مړوندو مينځل، استنجا، له بدن څخه ناپاکی لری کول، مکمل اودس کول، اول سر بيا ښي مټ بيا چپ مټ بيا ټول بدن درۍ درۍ ځله مينځل چه اوبه پر جاری شی.

محترمو لوستونکو دغسل په وخت کی مخامخ قبلی ته بايد کشينه نو،خبری ونکړو، که چيرته چاليدلو بايد لنګ وتړو، دبدن هيڅ ځای مو بايد وچ پاته نشی، که کوم ځای مو له مينځلو هير شوی وی او راپه زړه شی هغه ځای بايد پريمينځو، که ګڼ ويښتان په سر وی او يا کوڅۍ وی نو هغه بايدخلاص شی اويا د هغه بيخ ته اوبه بايد ور ورسيـږی، که چيرته ساعت، ګوته، لښتۍ ياکه په پـزه کشي سوری وی اوداسی نور شيان ولری دهغو لاندی ځايونو ته اوبه بايدورورسوؤ،د غوږونواو نو(ناف)داخل ته اوبه بايد ورسيـژی، دنوکانو لاندی ځای ته اوبه بايد ورسيـژي،سالمو غاښونو ته دطلا يا بل پوښ ورنکړو، زنانه چه رنګ ناخن وهی يا پر مخ او نورو ځايونو بعضی مواد نيښلوی دغسل او اوداسه پر وخت هغه له بدنه بايد لری کړی کنه غسل اواودس ئی نه کيـږی.

تيمم

 

په هغه ځای کی چه اوبه نه وی اويااستعمال د اوبو ډير مضره وی نو د اوداسه اوغسل پر ځای تيمم وهل کيـږی، تيمم هغه وخت جايـز دی کله چه يو نفر په يوه بيابان(دشته) کی وی هيڅوک نه وی چه ده ته اوبه ور وه ښيي اوده ته هم پخپله په ساحه د يوه شرعی ميل کی(يو شرعی ميل=۱۱۲۵ متره) داوبو معلومات نه وی نو بيا کولای شی چه داودس اوغسل پر ځای تيمم ووهی مګر له هر څه دمخه بايد داوبو پلټنه وکړی کله چه ئی داوبو په نشته والی  يقين حاصل شو نو هله د تيمم وکړی اوکه معلومات ورته وشو چه اوبه له يوه شرعی ميل څخه په زياته فاصله کی دی نو تيمم دوکړی،که اوبه موجودی وی او زنانه ته دنارينه ؤ په موجوديت کی شرم وه دی لره تيمم رواندی بلکه خلوت ځای د پيدا او اودس د وکړی،که په څاه کی اوبه وی مګر ډوله اورسۍ نه وه نو تيمم روادی، که مرض داوبو په استعمال زيا تيده نو تيمم روادی، که اوبه يخی وی او دهغو په سبب مرض زياتيده نوبايد تودی د شی او که د ګرميدو وسايل نه وه نو تيمم د وکړی، که هوا سړه وه او باعث دمرض کيده نو تيمم روادی، که چيری اوبه وی مګر د ورځنی نرخ څخه په زياته بيه وی او يا د سفر له خرڅه زياتی پيسی در سره نه وی نو تيمم روادی،که دبدن زياتره حصه زخم ولری نو تيمم روادی، که په سفر کشی يی له ملګرو سره اوبه وی اوده ته ئی نه ور کولی نو تيمم روادی، که د چښلو اوبه در سره وی اما دچښلو نه اضافه نه وی نو تيمم روادی، که د زمزم اوبه درسره وی بايد په هغو اودس وکړی، که اوبه درسره وی مګر داوداسه او اويا دغسل فرض ئی د يووار لپاره نشوی پوره کولای نو تيمم روادی، که د جنب شخص لپاره غسل ضرر او اودس ضرر نه درلود نو اودس د وکړی او دغسل په ځای دتيمم وکی، تر څو چه داوداسه لپاره اوبه نوی پيداشوی تيمم د لمانځه لپار وهی او لمونځ دکوی، که په دشته کی وروسته له تيممه او لمانځه د شرعی ميل په ساحه کی اوپه پيداشوی اما ترينه خبر نوی ستاسی تيمم اولمونځ دواړه صحيح دی بيرته نه راګرځول کيـږی، که څوک غسل او اودس ته ضرورت ولری يو تيمم د دواړو په عوض صحيح ده، که د لمانځه په نيت مو تيمم وکړ په هغه نور لمنځونه ، تلاوت اونور عبادتونه کولای شی مګر که په کوم خاص هدف موتيمم وکړ په هغه تيمم صرف هغه عمل کولای شی او نور نشی کولای،  که دشرعی ميل په داخل کی اوبه وی مګر هغوته تر رسيدلووخت کم او لمونځ فوت کيده تيمم ضرور ندی عجله بايد وشی چه اوبو ته ورسيـږی کنه د لمانځه قضايي بايد وګرځی، اوبه چه موجودی وی حتی د قرآن کريم د مسحی لپاره هم تيمم روا ندی، که چيرته اوبه موجودی وی مګر موتر يا قطار چه دتاسو په اختيار کی نوی او حرکت کوی بيا نوتيمم روادی ،که چيرته غسل مو کاؤ او اوبه خلاصی شوی او دبدن کوم ځای مو وچ پاته شو نو تيمم وکړی او کله چه اوبه پيداشوی هغه وچ ځای پريمينځۍ، که بدن يا لباس چټل وی او اوبه کمی وی نو اول دی چټلی پاکه شی او د اوداسه په عوض تيمم وکړۍ ، که د سفر په شيانو کی مو اوبه در لودی او له ياده مو وتلی وی تاسو تيمم اولمونځ کړی وه وروسته در په ياد شوی ستاسو لمونځ صحيح ده بيرته ئی مه ګرځوۍ.

پر هر شی چه اودس ماتيـږی تيمم هم ماتيـږي او همدارنګه کله چه اوبه پيداکړۍ نو د تاسی تيمم هم مات شو.

تيمم پر هر هغه شی چه د خاوری له جنسه وی او ونه سوځی په هغه تيمم روادی ، په پخو خښتو اوداسی نورو شيانو چه له خاوری څخه وی اوپاخه شوی وی تيمم روادی، په خټه تيمم ندی روا، په شيشه، مسو اونور شيان چه د خاوری له جنسه ندی تيمم ندی روا مګر که په هغو دومره ګرد وی چه دتيمم په وخت کی له هغه ګرد پورته شی بيا تيمم روادی.

د تيمم طريقه:اول دواړه لاسونه پر ځمکه يا هغو شيانو چه پر هغوی تيمم روادی وه وهۍ  که خاوره زياته پر نښتی وی هغه ځنی ټک وهی او دواړه لاسونه پر مخ راتير کړۍ دوهم ځل بيا لاسونه په ځمکه وه وهی او داځل خپل لاسونه تر څنګلو پوری پر مسح کړۍ داسی چه هيڅ ځای مو بی مسحی پاته نشی که په لاس ساعت ګوته يا بل شی ولری هغه لری کړۍ کنه تيمم مو نه کيـږی.

مسح

که چيرته بدن موزخمی وی، يا تڼاکه وی چه له هغی نم راوځی، يا کوم ځای مو مات شوی وی او هغه مو  تړلی او پانسمان کړی وی چه دهغه خلاصول مضر او يا ئي بيرته تړل مشکل وی نو پر هغه ځای مسح روادی.

د مسحی طريقه:د لاس ګوتی مو لندی کړۍ او په زخم ، تړلی ځای ، موزه، جوراپو چه ماسۍ ولری ياداسی نورو  شيانو باندی ئی له ښکته نه پورته طرف ته تير کړۍ.

محترمو!موزی مو بايد ټوله پښه تر بيډيو پوری  وپوښی او کوم ځای ئی سوری نه وی، د جنابت په حالت کی مسح روانده، مسح له پاسه کيـږی د ښکته طرف ته نه له ښکته څخه د پورته طرف ته، اقلاً ددريو ګوتو په واسطه بايد مسح وشی هغه هم د ګوتود  سرو په واسطه نه بل که په مکملو ګوتو، که د موزی يا ماسۍ درز خلاص شو يا څو ځايه سورۍ شی چه جمله په هغه کی درۍ کوچنۍ ګوتی ننوتی  نو مسح باطله کيـږی،  دموزو لاندی که جوراپی اغوستل شوی وی مسح پرروادی، او خپله پر عادی جوراپو چه د رابر په واسطه په پښه پوری نښلی مسح روانده بلکه جوراپی بايد ډبلی وی چه کله پر هغو مسح کيـږی د مسح اوبه بايد د هغو داخل ته ور ننه نه وځی او تر بيډيو پوری پښه پر پټه شی او يا داچه د ماسيو(چرم په واسطه) پوښل شوی وی.

د مسح موده د مقيم لپاره يو شبانه روز اود مسافر لپاره درۍ شبانه روزه ده که مسافر له دريو شبانه روزو دمخه مقيم شو مسح باطله کيـږی، موزی او داسی نور شيان په اوداسه بايد واغوستل شی او کله چه بی اودسه شی نو هغه د نه باسی بلکه مسح د شروع کړی چه د مسح موده هم له همدی وخته شروع کيـږی په هر اودس کی بايد مسح له سره وشی تر هغو چه وخت ئی تمام شی او کله چه وخت ئی تمام شی نو بيا مينځل حتمی دی،  که مقيم د وخت له تماميدو دمخه مسافر شو نو تر دريو ورځو پوری مسح ورته رواده، او که مسافر مقيم شو نو صرف تر يوه شبانه روزه وخت لری او بس.

حيض او نفاس

حيض د زنانه څخه د وينی جريان دی چه په هره مياشت کښـی يوځل ورته پيښـيـږی او نفاس هغه وينه ده چه وروسته له ولادت څخه زنانه ته پيښـيـږی داسی زنانه لاندی کارونه نشـی کولای:

 فرض يا نور لمونځونه- روزه نيول – جومات ته داخليدل او د کعبی طواف- د قرآن کريم تلاوت- د قرآن کريم لمس کول (که په پوښ کښـی وی پروانلری)- له ميړه سره جماع کول. کله چه زنانه له حيضه يا نفاس څخه پاکه شی د لمانځه قضائی پرهغی نشته مګر د روزی قضائی پرلازمه ده، دحيض کمه موده درۍ شپی ورځی ده او زياته ئی لس ورځی ده، کله چه زنانه په خپل ادرار کښـی سوروالی، زيړ والی او يا تور والی ووينی نو د هغی حيض شروع کيـږی او کله چه بيرته سپين والی پيدا کړی نو دا له حيضه پاکيـږی او کله چه غسل وکړی نو له ميړه سره جماع ورته روا دی.

د نفاس زياته موده څلويښت شپـی او ورځی ده او کمه موده ئی نده معلومه، هغه زنانه چه د عمليات په واسطه طفل تولد کوی که له رحمه څخه ئی د نفاس وينه راتله هغی ته نفاسه ويله کيـږی اوکه نه راتله بلکه له زخمه څخه راتله نو هغی ته نفاسه نه ويله کيـږی، که له زنانه څخه د کوچنی له زيـږيدو وروسته د نفاس وينه نه راتله نو دا بايد غسل وکړی او په پاکه زنانه کښـی شميرل کيـږی، هغه زنانه چه کوچنی  ضايع(نقصان) کړی که چيرته د کوچنی لاس، پښی ، ويښتان يا کومه بله د بدن عضوه ئی معلومه شی نو د نفاس حکم پر تطبيق کيـږی اوکه معلوم نشی هغه وينه کومه چه ددی له رحمه څخه راځی که له دريو شپو او ورځو څخه زياته شوه په حايضی کښـی شميرل کيـږی او که کمه وه هغه په استحاضه کښـی راځی.

استحاضه مختلف ډولونه لری: که وينه ووينی او له دريو ورځو څخه په کمه موده کښـی هغه قطع شی- د حيض له لسو ورځو زيات دوام کول- که د پيغلتوب حيض په کلونو دوام وکړی په هره مياشت کښـی لس ورځی ئی حيض او پاته ئي استحاضه دی- هغه وينه چه حامله داره زنانه ئی د حمل (باردارۍ په وخت کښـی)وينی – هغه وينه چه حامله داره زنانه ئی له ولادت څخه د مخه وينی- هغه زنانه چه له څلويښتو ورځو د هغی نفاس زيات شی- هغه زنانه چه کوچنی ضايـع کړی او د کوچنی کومه عضوه د بدن ئی معلومه نشی. داسی زنانه حکم د پاکی ښځی لری او که وينه ئي هميشه جريان ولری هغه د معذوری په جمله کښـی راځی چه په هر وخت د لمانځه کښـی بايد خپل اودس تازه کړی.

دځای پاکوالی

هغه ځای چه پر هغه لمونځ کيـږی هغه د لمانځه ځای بلل کيـږی چه بايد له هر نوع نجاست څخه پاک وی، پروچه ځمکه چه په ظاهر کی هيڅ نجاست پر هغی معلوم نشی لمونځ روادی که په ناپاکه ځمکه کالی (جای نماز،څادر، ټکری يا لوپټه) يا لندی ځمکی چه د لندوالی اثر ځنی تيرنشی وغوړول شی په هغه لمونځ روادی دا کالی بايد بالکل پاک وی که د هغه کوم ځای چه پرهغه د لمونځ کونکی بدن تماس ونکړی ناپاک وی هم لمونځ نه پرکيـږی.

دستر عورت پټـول

ستر عورت د نارينه وه لپاره له نو(نام) څخه ښکته تر ټيټه کيو پوری دی او د زناوه لپاره بدون له مخه د ويښتانو دشنه کيدو تر ځايه دواړه لاسونه تر مړوندو دواړه پښي تر بـجلکوپوری نور ی ټولی عضوه د زنانه ستر عورت دی اوپرلمانځه کی د ستر عورت پټول فرض دی.

دلمانځه وخت

په هر مسلمان باندی په يوه شبانه روز کی پنځه وخته لمونځ فرض دی چه پخپل وخت بايد ادا شی نه داچه وخت داخل شوی نه وی اولمونځ وشی اويا وخت تير شوی وی که چيرته وختی لمونځ وشی اعاده ئی ضروری ده او د وخت د تيريدو په صورت کی قضائی حتمی او ضروری ده دلمانځه وختونه  عبارت دی له:

  • د سهار : له صبح صادق(د سپيدو له چوديدو يعنی کله چه سپينه رڼا دلمر ختو له طرفه په خوريدو شی) شروع او دلمر تر څيری پوری دوام کوی.
  • ماسپښين: غرمه کله چه لمر زوال وکړی تر هغه چه دهر شی سيوری د هغه شی دوچنده شی.
  • مازديګر: دماسپښين دلمانځه دوخت له پوره کيدو څخه وروسته د لمر تروليدو پوری.
  • ماښام: دلمر دوليدووروسته کله چه دلمر ختو له طرفه  تياره معلومه شی تر هغه چه په آسمان کشی د لمر وليدو طرف ته سرخی ورکه شی.
  • ماخستن :کله چه سپينه رڼا دلمر وليدو طرف ته ورکه شی ترصبح صادقه پوری.

محترموپه لمر ختو او لمر وليدو همدارنګه په زوال کی هيڅ نوع لمونځ فرض، سنت، واجب يا نفل روا ندی، کله چه د سهار لمونځ روا کيـږی بدون له دوو رکعتو سنتو، فرض او قضائی لمنځونو نو ر نافله لمنځونه تر هغو چه لمر راخيـژی هدارنګه د مازديګر له لمانځه وروسته روا ندی، که دسهار په وخت د لمر ختو ويره وی نو سنت چه قضائی نلری ترک او فرض لمونځ د وشی، د ماخستن لمونځ له ويدو کيدو دمخه بايد وشی،که چيرته څوک جماعت ته داخل شی او جماعت ولاړ وی نو په امام پسی بايد اقتدا وشی او اول فرض لمونځ خلاص شی وروسته له هغه د سنت وکړی د سهار سنت که چيرته پوره يقين ولری چه په داسی ځای کی چه د امام غږ نه اوری او سنت پوره کولی شی نو هلته د اول سنت وکړی بياد جماعت ته ور شی اوکه وخت کم ؤ نوله سنتو د تير شی او جماعت د وکړی.

قبلی ته مخامخ دريدل

بيت الله شريفي ته مخامخ په لمانځه کی دريدل فرض دی که چيرته څوک بل طرف ته په لمانځه کی مخ وګرځوی د هغه لمونځ نه کيـږی اوکه په بيابان يا صحراياد غرونويا ځنګل منځ کشی وه د قبلی جهت نه وه ورته معلوم او څوک نه ؤ چه جهت ورته ور وه ښيي نو هر طرف ته چه ئي زړه ګواهی ورکړه هغه طرف ته د لمونځ وکړی.

اذان او اقامت

اِذَانُدِیَ لِلصَّلَوَةِ مِنْ يَوْمِاالْجُمْعَةِ فَاسْعَوْا اِالیَ ذِکْرِاللهِ ذّرْوُالْبَيْعَ سوره الجمعه، کله چه د لمانځه لپاره د جمعی په ورځ اذان ور کړ شی نو کوشش وکړۍ د الله د يادولو لپاره ، خپل خريد او فروش پريـږدی، اذان بايد په غور واورول شی او هيڅکله ورته سپکاوی ونشی او داذان په وخت کی  که څوک ئي ريشخند وبولی  يا منفی فکر ورته وکړی علامه دکفر دی.

حديث شريف دی :عبدالله بن زيد( رض) خوب ليده چه يوه فرشته ورته په خوب کی د اذان او اقامت کليمی ور وښودی کله چه راويښ شو سمدلا سه د حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم حضورته ورغی او خپل ټول خوب ئی ورته وويل حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم دهغه خوب تصديق او هدايت ئی ور کړ چه بلال رضی الله تعالی عنه ته ئی ور وه ښيي چه حضرت عبدالله بن زيد رضی الله تعالی عنه نو موړی کليمی ويلی او حضرت بلال رضی الله تعالی عنه هغه په زوره تکرارولی کله چه حضرت عمر رضی الله تعالی عنه واوريدلی فوراً له کوره راووت او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته ئی وويل قسم خورم  ما هم همداسی خوب ليدلی لکه چه حضرت عبدالله بن زيد رضی الله تعالی عنه ليدلی دی.

د اذان کليمی: اللهُ اَکْبَرْ اللهُ اَکْبَرْ       اللهُ اَکْبَرْ اللهُ اَکْبَرْ     اَشْهَدُ اَن لَّا اِلَهَ اِلَّااللهُ      اَشْهَدُ اَن لَّا اِلَهَ اِلَّااللهُ       اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّدَرَّسُوْ اللهِ       اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّدَرَّسُوْ اللهِ       حَیَّ عَلَی الصَّلوَةِ     حَیَّ عَلَی الصَّلوَةِ     حَیَّ عَلَی الفَلَاحِ    حَیَّ عَلَی الفَلَاحِ         اللهُ اَکْبَرْ اللهُ اَکْبَرْ       لَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ

ترجمه: الله ډير لوی دی  الله ډير لوی دی        الله ډير لوی دی   الله ډير لوی دی          شاهدی ور کوم چه بدون له الله بل هيڅ معبود برحق نشته        شاهدی ور کوم چه بدون له الله بل هيڅ معبود برحق نشته          شاهدی ور کوم محمد صلی الله عليه وسلم د الله رسول دی            شاهدی ور کوم محمد صلی الله عليه وسلم د الله رسول دی          راشی د لمانځه لپاره    راشی د لمانځه لپاره      راشی د خلاصون لپاره       راشی د خلاصون لپاره    الله ډير لوی دی      الله ډير لوی دی       بدون له الله بل هيڅ معبود برحق نشته

  د اقامت کليمی هم لکه د اذان په شان دی صرف په اقامت کی له حَیَّ عَلَی الفَلَاحِ  څخه وروسته  قَدْقَامَتِ الصَّلوَةُ       قَدْقَامَتِ الصَّلوَةُ  [لمونځ (د جماعت)شروع شو    لمونځ (د جماعت)شروع شو] ويل کيـږی او بايد ذکر کړو چه دسهار په اذان کی وروسته له حَیَّ عَلَی الفَلَاحِ  څخه َالصَّلوَةُ خَيْرُمِن َالنَّوْمِ       َالصَّلوَةُ خَيْرُمِن َالنَّوْمِ   [لمونځ له خوبه بهتره دی      لمونځ له خوبه بهتره دی] ويل کيـږی،  داذان کليمی طويلی په دوام اوزوره ويل کيـږی اود اقامت لنډی او ژرژر ويل کيـږی، کله چه اذان کيـږی د موذن سره يو ځای هغه کليمی بايد تکرار شی حَیَّ عَلَی الصَّلوَةِ     حَیَّ عَلَی الفَلَاحِ   په ځواب کی بايد لَا حَوْ لَ وَ لَا قُوَّ ةَ اِلَّا بِاللهِ [ نشته هيڅ طاقت او قوت مګر بيدون د لوی او عظيم الله تعلی له طرفه څخه] وويل شی وروسته له اذانه څخه دا دوعا ويل کيږی : الَلّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ وَالصَّلوَةِ القَائِمَةِ اَتِ مُحَمَّدِ نِ الوَسِلَةَوَالْفَضِيْلَةَ واَبْعَثْهُ مَقَامًا مَّحْمُوْدَ نِ الَّذِیْ وَعَدْ تَّهُ اِنَّکَ لَا تُخْلِفُ الْمِيْعَادَ

ای زما الله ته چه ددغه پوره دعوت (اذان) صاحب اود لمونځ ويلو ساتونکی ئی حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته وسيله او فضليت ور وبښه، او هَغه هِغه  محمودی مقام ته ورسوه کومه چه د وعده کړی په تحقيق سره چه ته پخپله وعده وفا کوی.له ډيرو احاديثو څخه معلوميـږی هر څوک چه وروسته له اذانه دغه دعا وه وائی  دهغه خاتمه به په ايمان وی.

تکبير تحريمه

تکبير تحريمه بعضی علما د لمانځه په بانديني فرائضو کی راولی او بعضي په داخلي کي مګر کله چه د لمانځه نيت مو وکړ نو بيا تکبير تحريمه اللهُ اَکْبَرْ ( الله تعلی ډير لوی دی) ويل کيـږی.

دلمانځه ممنوعه وختونه

دلمانځه هغه وختونه چه په هغو کی لمونځ کول ندی روا عبارت دی له:دلمر ختو په وخت تر څو چه لمر مکمل راوخيـژی، دلمر د زوال په وخت ترڅو چه لمر وګرځی، دلمر وليدو په وخت يعنی کله چه لمر وليدو ته نږدی شی، دمړی خښول او سجده تلاوت کول هم رواندی مګر د هغی ورځی د ماز ديـکر لمونځ دغروب(لمر وليدو) په وخت هم روا دی او د سهار لمونځ د لمر ختو په وخت ندی جائيـزپه  بخاری شريف کی حديث شريف دی: څوک چه د لمر له وليدو دمخه يو رکعت لمونځ ونيسی نو خپل لمونځ د پوره کړی او د سهار لمونځ که چيرته فوت شو نو کله چه لمر مکمل را وخيـژی اول دسنتو اوبيا د ی دفرضو قضائی راوګر ځوی ځکه چه د سهار د سنتو قضائی سنت دی او دنورو وختو نو د سنتو قضائی نشته.

دخطبی د ويلو په وخت کی هم هيڅ نو ع لمونځ رواندی، يعنی کله چه امام په منبر ناست وی په هغه وخت کی هيڅ نوع لمونځ او خبری کول رواندی.

تعداد د رکعاتو:

د فرض لمونځ درکعاتونو تعداد: دسهار دوه رکعته، دماسپښين څلور رکعته، د ماز ديګر څلوررکعته، دماښام درۍ رکعته او دماخستن څلور رکعته.

دسنتو لمنځونو د رکعاتو تعداد: دسهار له فرضو د مخه دوه رکعته، دماسپښين له فرضو دمخه څلور رکعته له فرضو وروسته دوه رکعته، د ماز ديګر لمونځ سنت نلری، دماښام له فرضو وروسته دوه رکعته او دماخستن د فرضو وروسته دوه رکعته دی، چه دا ټول سنت موکده دی او سنت غير موکده عبارت دی له:د ماسپښين له لمانځه وروسته دوه رکعته نور چه جمله له فرضو وروسته څلور رکعته شی،د ماز ديګر له لمانځه مخکی څلور رکعته، د ماښام له موکده سنتو وروسته دوه رکعته،د ماخستن له وترو وروسته څلور يا شپژ رکعته.

د لمانځه نيت

د لمانځه د نيت طريقه: دمثال په ډول د سهار د دوه رکعاتنو سنتو نيت داسی دی! نيت می وکړ چه ادا کړم دوه رکعته سنت مؤکد د نن سهار په متابعت د رسول الله صلی الله عليه وسلم خاص د پاک الله له پاره مخ می کړ د کعبی شريفی په لور. په همدی تر تيب د نورو لمنځونو لپاره د سهار په عوض هغه وخت کوم چه لمونځ په کشی کوی او تعدار د رکعاتونو او د سنت مؤکد پرځای هر لمونځ چه مو کاوه مثلاً فرض قطعی يا وتر واجب يا نفل ذکر کيـږی اوکه سنت نه وی نو بيا(په متابعت د رسول الله صلی الله عليه وسلم) هم نه ويل کيـږی، همدارنګه که چيرته مو په جماعت لمونځ کاؤ نو وروسته د وخت له ويلو بايد وويل شی چه اقتدا کوم په حاضر امام پسی خاص د پاک الله له پاره مخ می کړ د کعبی شريفی په لور، د مقتدی لپاره که چيرته وخت کم ؤ او تکبير اولیَ ځني تيريده نو دومره د وه وائی چه فرض لمونځ کوم اقتدا می وکړه په حاضر امام پسی.

تکبير تحريمه او دلمانځه طريقه

د اللهُ اَکْبَرْ ويل دی چه دا اللهُ اَکْبَرْ  تکبير اولیَ دی او له امام سره يو ځای بايد وويل شی  او ځنډ مه پکشی راولی ځکه له امام سره يو ځای ويل د هغه ډير اجر لری نور ټول تکبيرونه د امام په متابعت کيـږی.تکبير تحريمه بعضی علما د لمانځه په بانديني فرائضو کی راولی او بعضي په داخلي کي مګر کله چه د لمانځه نيت مو وکړ نو بيا تکبير تحريمه اللهُ اَکْبَرْ ( الله تعلی ډير لوی دی) ويل کيـږی. په داسی حال کی چه نا رينه دواړه لاسونه د سر طرف ته جګوی او د لاسونو دواړه غټی ګوتی د غوږو نرمی ته رسوی د لاسونو ورغوی مخ د قبلی ته وی او ګوتی د په نور مال حالت ونيسی وروسته دلاسونه کښته او د نامه په سر داسی وتړی چه چپ لاس د لاندی او ښی لاس د هغه په مړ وند باندی کيـږدی په داسی حال کښی چه د ښی لاس په ګوتو د چپ لاس مړوند ټينګ ونيسی زنانه د خپل لاسونه تر اوږو پورته کوی، وروسته د دسينی په سر په پورته طريقه ونيسی او ثنا د وه وائی.

ثنا:سُبْحَنَکَ اللَّهُمَّ وَ بِحَمْدِکَ وَتَبَرَکَ اسْمُکَ ،وَ تَعَالَی جَدُّکَ وَلَا اِلَهَ غَيْرُکَ

ای زما معبوده ستا ذات پاک دی،  ثنا صفت تا لره دی، دستا نام با برکته دی، ستا ذات لوړ او اعلی دی، بدون له تا څخه هيڅ معبود نشته.ورو سته تعوذ او تسميه او د فاتحی شريفی سورة ويل کيـږی.

تعوذ:  اَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَنِ الرَّجِيْمِ  پناه وړم الله ته له شيطان رټل شوی څخه.

تسميه: بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيْمِ  شروع کوم په نامه د الله چه بښونکی او محربانه دی.

سوره د فاتحی: اَلْحَمْدُ اللهِ رَبِّ الْعَلَمِيْنَ (۱)الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ (٢)مَـلِكِ يَوْمِ الدِّينِ(٣)إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِيْنَ(۴)اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ (٥) صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ(۶)

ټول ثنا او صفت الله تعلی لره چه رب د ټولو علميانو دی دي، چه بښونکی او رحيم دی(محربان دی په دنياکی په مسلمانانو کفارو په ټولو باندی مګر رحيم دی په آخرت کی په مسالمانانو نه په کفارو)، مالک د جزا(دقيامت) د ورځی دی، خاص د ستا عبادت کړو او خاص له ستا څخه کومک غواړو، را وښيه موږ ته سيخه (روښانه) لار هغه لار چه تا ښودلی(بخشش) کړی ده، نه لار د هغو کسانو چه دستا غضب پر شوی او نه لاره د ګمرا هانو.

آَمِيْن الهی قبول ئی کړی. له دی وروسته د قرآن عظيم الشان کم از کم درۍ آياته( يا يو لوی آيات چه اوږدوالی ئی د دريو آياتونو په اندازه وی) ويل کيـږی البته دا آياتونه بايد مسلسل وی نه داچه يو آيات وه وائی او بيا بل آيات وروسته له نورو آياتو يا بل سورة څخه وه وائي که چيرته نو ر آياتونه د چا نه وي په ياد نو هغه لره لا زمه ده چه سورة الاخلاص وه وائی

سوره د اخلاص:قُلْ هُوَاللهُ اَحَدٌ(۱) اللهُ الصَّمَدُ(۲) لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُلَدْ وَلَمْ يَکُنْ لَّهُ کُفُوًا اَحَدٌ

وه وايه ته( ای محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم) دوی( خلګو) ته وه وايه چه الله تعلی په خپل ذات او صفاتو کشی يو دی، هغه بي نيازه او د هيچا احتياج ندی او ټول عالم د هغه احتياج دی، نه له چا پيدادی او نه له ده څوک پيدادی(نه پلار لری اونه اولاد) او نه هيڅوک د هغه برابر کيدی شی(مثل مانند نلری).وروسته اللهُ اَکْبَرْ ويل کيـږی او رکوع ته ځي په داسی حال کی چه په رکوع کشی دواړه ځنګنونه د لاسونو په ګوتو ټينګ نيسی او سرد ملاله تير سره په يوه برابر وی او درۍ يا پنځه ځله د رکوع تسبيح وائی.

د رکوع تسبـيح:سُبَحَانَ رَبِّيَ الْعَظِيْم  با عظمته پروردګار می پاک دی.بيا بيرته په داسی حالت پورته کيـږی چه تر عين دريدو پوری تسميع وائی.

تسميع: سَمِعَ الله ُلِمَنْ حَمِدَه   واووريدل الله د هغه بنده چه دده صفت ئی وکړ.

تمحيد: رَبَّنَا لَکَ الْحَمْد ای زما ربه ټولی ثناوی ستا لره دی. وروسته اللهُ اَکْبَرْ ويل کيـږی اوسجدی ته ځي په داسی حال کی چه الله تعلی ته په تذرع په ځمکه خپل سر ږدی چه ټنډه او دپزی سر او د دواړو لاسونو ګوتی او ورغوی ئی ځنګنونه ئی او دپښو ګوتی ئی پر ځمکه وی البته اول دواړه ځنګنونه بيا لاسونه بيا ددواړو لاسو په منځ کی  پـزه او وروسته ټنډه پر ځمکه کيـږدی څنګلی له پښـتيـو څخه او ورنونه له خيټی بايد جدا وی او درۍ يا پنځه ځله د سجدی تسبيح وائی.

د سجدی تسبيح: سُبَحَانَ رَبِّيَ الَْاعْلَی   عاليشانه پروردګار می پاک دی. وروسته اللهُ اَکْبَرْ ويل کيـږی او کشينی او د يوی تسبيح په اندازه توقف کوی وروسته بيا اللهُ اَکْبَرْ ويل کيـږی او د پخوا په شان سجده کيـږی وروسته اللهُ اَکْبَرْ ويل کيـږی او د بل رکعات لپاره دريـږی او له تسميه څخه شروع کوی چه دوهم رکعات هم د اول رکعات په شان اجرا کوی له دوهمی سجدی څخه کله چه پورته کيـږی نو کينی او تشهد په داسی حالت کی په ناسته ويل کيـږی چه نارينه خپله ښۍ پښه بايد ودروی او د امکان په صورت د پښی ګوتی مخ په قبله بايد شی او خپله چبه پښه د داخل طرف ته کات کړی زنانه د دواړه پښی ښی طرف ته کات کړی دواړه لاسونه پر ځنګنو کيښودل کيـږی او دلاسونو کوتی د يو له بله سره نه نښلوی بلکه په عادی حالت د وی ور وسته تشهد ويل کيږی

تشهد: اَلتَّحِيَّاتُ للهِ وَصَّلَوَتُ وَالطَّيِبَاتُ اَلسَّلَا مُ عَلَيْْکَ اَيُّهَا النَّبِیُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَکَتُهُ اَلسَّلَا مُ عَلَيْنَا وَعَلَی عِبَا دِاللهِ الصَّالِحِيْنَ اَشْهَدُ اَنْ لَّااِلَهَ اَلَّااللهُ وَ اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّدً ا عَبْدَهُ وَ رَسُوْ لُهُ  ټول عبادتونه که قولی دی يا بدنی صرف الله لره دی ، سلام اورحمت د الله تعلی د وی پر تا ای نبی صلی الله عليه وسلم او برکت ، رحمت او سلام دی وی د پاک الله پر ما او ټولو نيکو بندګانو، شاهدی ور کوم زه چه نشته هيڅ معبود برحق سوا له پاک الله تعلی او شاهدی ور کوم زه چه محمد صلی الله عليه وسلم بنده او زيری ور کونکی(رسول) د الله تعلی دی. که لمونځ دری رکعاتی يا څلور رکعاتی وی نو د اللهُ اَکْبَرْ په ويلو پورته کيـږی اودريم رکعت د دوهم په شان پوره کوی او که څلور رکعاتی وی نو څلورم رکعات لپاره هم د دوهمی سجدی نه بعد پورته کيـږی او د دوهم رکعات په شان ئی پوره کوی له پوره کيدو وروسته تشهد دی او له تشهد نه وروسته درود شريف او دعاويل کيـږی.

درود: اَللَّهُمَ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ عَلَی اَلِ مُحَمَّدٍ کَمَا صَلَّيْتَ عَلَی اِبْرَاِّهِيْمَ وَ عَلَی اَلِ اِبْرَاِّهِيْمَ اِنَّکَ حَمِيْد مَّجِيْدٌ اَللَّهُمَ باَرِکْ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ عَلَی اَلِ مُحَمَّدٍ کَمَا بَارَکْتَ عَلَی اِبْرَاِّهِيْمَ وَ عَلَی اَلِ اِبْرَاِّهِيْمَ اِنَّکَ حَمِيْد مَّجِيْدٌ  ای الله تعلی درود وليـږه پر محمد صلی الله عليه وسلم او آل د محمد صلی الله عليه وسلم لکه چه درود د ليـږلی دی پر حضرت ابراهيم عليه السلام او آل دابراهيم عليه السلام نو ته ای پروردګاره لايق د ستايش او بزرګواری ئي، ای الله تعلی برکت نازل کړه پر محمد صلی الله عليه وسلم او آل د محمد صلی الله عليه وسلم لکه چه تا برکت نازل کړی وه پر حضرت ابراهيم عليه السلام او آل دابراهيم عليه السلام ته ای پروردګاره لايق د ستايش او بـزرګواری ئي.

دُعا: اَللَّهُمَ رَبَّنَا اّتِنَا فِی الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّ فِی الْاَ خِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَبَ النَّارْ ای زمونږه ربه ته موږ ته په دنياکشی هم خير راکړی او آخرت کشی هم خير راکړی او د دوزخ له عذابه نجات راته راکړی.بيا ښی طرف ته او وروسته چپ طرف ته سلام ګرځوی او هر طرف ته چه مخ اړوی نو وائی السَّلَا مُ عَلَيْکُمْ وَ رَحْمَةُ اللهِ  سلام د وی پر تاسو او دالله رحمت د وی.

دا طريقه صرف که لمونځ کونکی تنها لمونځ کوی د هغه لپاره دی او که په جماعت لمونځ کوی دهغه طريقه داسی دی:

مقتدی:کله چه مقتدی نيت کوی نو د نيت په وخت وروسته د وقت له تعينه بايد ووائی اقتداکوم په حاضر امام پسی او کله چه امام تکبير تحريمه  اللهُ اَکْبَرْ وائی نو مقتدی د هم د هغه سره يو ځای تکبير وکړی دا تکبير د تکبير اولیَ په نوم دی  او کوشش د وشی چه له امام څخه وروسته پاته نشی کنه هغه ثواب چه تکبير اولی لری له لاسه ور کوی په بعضی روايتونو کشی راغلی چه تکبير اولی تر هغو چه امام  وَلاَ الضَّالِّينَ وائی تر هغه وخته پوری وی، وروسته له تکبيره مقتدی سُبْحَنَکَ اللَّهُمَّ تر آخره وائی او متباقی چُپ اوسی کله چه په جهری لمنځونو کی ملا امام  وَلاَ الضَّالِّينَ وه وائی نومقتدی ورو آَمِيْن وائی او نور تر هغو چه رکوع ته ځی بيا هم پـټه خوله وی او کله چه امام رکوع ته ځی مقتدی هم نور خپل لمونځ تکراروی او صرف کله چه له رکوع څخه پورته کيـږی نو  سَمِعَ الله ُلِمَنْ حَمِدَه   نه وائی اوله هغه وروسته نور لمونځ لکه د تنها لمونځ کونکی په شان کوی مګر له امام څخه د مخه هيڅ عمل بايد ونکړی او تر سلام ګر ځولو پوری دی د امام متابعت کوی.

امام:امام ټول لمونځ دتنها لمونځ کونکی په شان کوی مګر کوم فرق چه له هغه سره لری هغه دادی چه امام په نيت د لمانځه کشی وائی چه په امامت د مقتديانواو کله چه له رکوع څخه پورته کيـږی له سَمِعَ الله ُلِمَنْ حَمِدَه  نه وروسته  رَبَّنَا لَکَ الْحَمْد نه وائی او همدارنګه په فرض لمنځونوکی دماسپښين او مازديګر لمنځونه اوپه نورو وختونو کی د فرضود دريم او څلورم رکعاتونو قرائت په زوره نه وائی همدارنګه د روژی مبارکی په مياشت کشی د تراويح اود وتر واجب لمونځ قرائت هم په زوره ويل کيـږی، امام په هر ځای کښی چه اللهُ اَکْبَرْ وی او قرائت يعنی  اَلْحَمْدُ الله او سورة يا څو آياتونه سَمِعَ الله ُلِمَنْ حَمِدَه  او السَّلَا مُ عَلَيْکُمْ وَ رَحْمَةُ اللهِ  په زوره وائی.

دلمانځه داخلی فرضونه: تکبير تحريمه د بعضو علما ؤ په نظر د لمانځه په داخلی فرايضو کشی راځی چه مخکی بيان شو پاته د لمانځه داخلی فرضونه عبارت دی له:قيام( دريدل)، قرائت يعنی د قرآن کريم يو سورة يا څو آياتونو ويل، رکوع کول، دواړه سجدی کول او کيناستل تر څو چه اَلتَّحِيَّات تر آخره خلاص شی.که چيرته له چا څخه په لمانځه کښی  فرض پاته شی که قصدی وی او يا سهواً نو لمونځ ئی نه کيـږی او له سره بايد لمونځ وکړی.

د لمانځه واجبات: د الفاتحی سورة(اَلْحَمْدُ الله)ويل، ديوه بل سورة يا اقلاً د دريو آياتونو ويل، دقرائت تعين چه د فرضو لمنځونو په اولو دوو رکعاتونو کی او د وترو نفلونو او واجب لمنځونو په ټولو رکعاتونو کی اَلْحَمْدُ الله سره له څو آياتونومګر دڅلور رکعاتی او د ماښام په دريم رکعات د فرضو کښی صرف اَلْحَمْدُ الله ويل کيـږی، د اَلْحَمْدُ الله ويل له سورة څخه دمخه، له رکوع څخه وروسته مستـقيم(سيخ) دريدل،  په سجده کی له ټنډی سره د پـزی کيښودل پر ځمکه، د دواړو سجدو تر منځ کينستل، اوله قاعده يعنی د اَلتَّحِيَّات ويل، د اَلتَّحِيَّات  په دواړو قاعدو کښی، د اَلتَّحِيَّات له ويلو وروسته بيرته جګيدل دريم رکعات ته که لمونځ له دوه رکعاتونو زيات وی، د امام تر شا چُپ دريدل، بدون له قرائت څخه په ټولو واجباتو کی دامام پيروی(البته له امام څخه دمخه بايد هيڅ عمل ونشی)،د لمانځه ټول ارکان په ترتيب اواطمينان پر ځای کول، د امام په جهر(زوره) قرائت ويل د سهار، ماښام، ماخستن په دوه اولو رکعاتونوکی او د اخترونو، تراويحو،او وترو په ټولو رکعاتونو کښی، په تنهائی او خفيه لمنځونو کی لمونځ په داسی طريقه بايد وويل شی چه لمونځکونکی ئی پخپله واوری کنه لمونځ ئی نه کيـږی، د لمانځه څخه د وتلو په وخت(کله چه سلام ګرځوی)د السَّلَا مُ عَلَيْکُمْ وَ رَحْمَةُ اللهِ  ويل(د لمانځه له پوره کيدو وروسته که چيرته څوک بدون له سلام ګر ځولو په کوم بل کار مصروف شونو لمونځ ئی باطل ده)، دوترو په لمانځه کی د دوعا قنوت ويل، ددواړو اخترونو په لمانځه کی د تکبيرونو ويل، د اخترونو په لمانځه کی ددوهم رکعات درکوع د مخه د تکبير ويل( څلورم تکبير چه رکوع ته ځی). که چيرته څوک قصداً واجب په لمانځه کښی پريـږدی لمونځ ئی نه کيـږی بيرته ئی بايد را وګر ځوی اوکه سهواً ځنی پاته شی نو سجده سهوه پر لازميـږی او همدارنګه په ترک کولودفاتحي د سورةيا بل سورة، د اولی قاعدی يا دوهمی قاعدی، په وترو کی د دعا قنوت، د اختر دلمانځه د تکبيرو سره، قرائت په هغه ځای کی چه په جهر ويل کيـږی يا برخلاف د هغه(د جهر قرائت په ورو او د ورو قرائت ويل په جهر سره)، چه د اخری قاعدی يعنی د درود شريف له ويلو د مخه که تنا لمونځ کوی دواړو طرفو ته د سلام له ګر خولو وروسته دوه سجدی وکړی  او که جماعت وه صرف ښی طرف ته سلام ګرځی او سجده کوی له هغه وروسته بياتشهد تر سلام ګر ځولو کوی که سجده سهوه چا ونکړه لمونځ باطل او ګر ځول ئی حتمی دی، که امام په لمانځه کښی سهوه شی نو د امام سره په مقتدی هم سجده سهوه لازميـږی، اوکه مقتدی سهوه شی نو بيا سجده نشته، همدا رنګه که دجګيدلو په حالت کی  چاته ور په زړه شی چه بايد تشهد وه وائی که چيرته حالت د کينستو ته نـږدی ؤ نو کيدينی او لمونځ د پوره کړی مګر که چيرته د ولاړی حالت ته نـږدی وه يعنی ورنونه له لينګيو څخه جدا شوی ؤ نو کيدينی مګر سجده دسهوی بايد وکړی، که چيرته له اخری قاعدی څوک ولاړ شو او ور په ياد شوه چه اخری قاعده ده نو که اولی سجدی ته نه وه تللی کيدينی  اوسجده سهوه پر لازمه ده او که سجدی ته تللی وه او ورپه ياد شو نو بيادی همدا رکعت هم تکميل کی او يو بل رکعات دهم وکړی چه دا دوه رکعته په نفلو کی شامل کيـږی مګر په اخره کی سجده سهوه لازمه ده، که له چا څخه هير شو چه څو رکعاتونه ئی کړی دی نوکه اول ځل ئی وه لمونځ د راوګرځوی اوکه ئی عادت ؤ نو په خپل غالب ګمان د عمل وکړی او لمونځ د له سجده سهوی سره تکميل کړی.

د لمانځه سنتونه:د تکبير تحريمه په وخت کی د دواړو لاسونو جګول نارينه د غوږو تر نرمی زنانه تر اوږو، د امام له پاره د تکبيرونو ويل په زوره، د لاسونو تړل نارينه د نامه په سر او زنانه پر سينه، ورو ويل د ثنا، اَعُوْذُ، بِسْمِ الله په ورو، د آمين ويل په ورو، له يوه رکنه بل رکن ته د تلو په وخت د تکبير ويل، د فاتحي له سورة دمخه د بِسْمِ الله ويل، د فرض لمانځه په دريم او يا څلورم رکعات کی تنها د فاتحی د سورة ويل او د نورو آياتونو نه ويل، په رکوع او سجده کی د تسبيح ويل درۍ ځله، په رکوع کښی د ځنګنونو نيول په دواړو لاسونوسر او د ملاتير په يوه اندازه نيول، له رکوع څخه دجګيدو په وخت کی امام بايد سَمِعَ الله ُلِمَنْ حَمِدَه   او مقتدی  رَبَّنَا لَکَ الْحَمْد او تنها لمونځ کونکی دواړه بايد ووائی.

دسجدی کولو په وخت کی اول دواړه ځنګنونه بيا لاسونه بياپـزه او وروسته دټنډی کيښودل او په جګيدو کی بر عکس ئی، په سجده کی دپـزی سر او د دواړو لاسونو ګوتی او ورغوی ئی ځنګنونه ئی او دپښو ګوتی ئی پر ځمکه وی البته اول دواړه ځنګنونه بيا لاسونه بيا ددواړو لاسو په منځ کی  پـزه او وروسته ټنډه پر ځمکه کيـږدی د نارينه ؤ څنګلی له پښـتيـو څخه او ورنونه له خيټی بايد جدا وی مګر زنانه په ځمکه بايد ونښلی او خپل اندامونه د سره ونيښلوی، د دواړو سجدو  په منځ کی ښۍ پښه درول کيـږی په داسی حال کی چه دپښی ګوتی دقبلی طرف ته وی او چپه پښه د داخل طرف ته بايد څملول شی اما زنانه بايد دواړه پښي ښی طرف ته څملوی ، په سجده کی نارينه د پښو ګوتی بايد د قبلی طرف ته کړی، دشهادت د کليمی د ويلو په وخت کی دلاَ په وخت کښی د ښی لاس د شهادت ګوته پورته کول او داِلَه دکليمی داِ په ويلو سره بيرته کته کول، په اخره قاعده کی له التحيات نه وروسته د درود او دعا ويل، د السَّلَا مُ عَلَيْکُمْ وَ رَحْمَةُ اللهِ  په ويلو سره اول ښی طرف ته بيا چپ طرف ته سلام ګر ځول چه امام ئی په زوره او مقتديان ئی په ورو بايد ووائي.

دلمانځه مستحبونه: لکه څرنګه چه د لمانځه په وخت کی د پاک الله جل جلا له حضورته دريـږو نو پر موږه لازمه ده چه په څه رقم بايد د الله تعلی حضورته حاضر شونو کله چه پر لمانځه دريـږو د خپلو قدمو تر منځ مو بايد اقلاً څلو يا پنځه ګوتی فاصله موجوده وی، د تکبير د ويلو په وخت کی خپل لا سونه بايد له لستوڼی څخه راوباسو، په لمانځه کښی د قيام په وخت جای د سجدی ته د په رکوع کی د پښو شاته په سجده کی د پـزی سر ته د کينستا په وخت سينی ته او د سلام ګرځولو په وخت خپلو اوږو ته بايد وګورو، تر څو چه کولای شو بايد خپل ټوخی دفع کړو، د ارګمی د ويستلو په وخت خپله خوله بايد پټه شی يا د لاس د ورغوی د شا په واسطه وپوښو، په رکوع او سجده کی له دريو وارو زيات د تسبيح ويل، دسلام ګر ځولو په وخت کی مخ ته دومره حرکت ور کړو تر څو د غُمبوری سپين والی راته معلوم شی او په عين وخت کی ښی او چپ طرف ته سلام پر امام لمونځ کونکو او ملائيکو مد نظر ونيول شی.

د زنانه د لمانځه فرق له نارينه سره: زنانه په تکبير تحريمه کښی خپل لاسونه تر اوږو جګوی، د تکبير ويلو په وخت کی خپل لاسونه له لستوڼی نه راباسی، د قيام په وخت خپل لاسونه پر سينه ږدی، د رکوع په وخت کی خپلی ګوتی ارتی په ځنګنو نـږدی، په رکوع کښی ډيره نه ټـيټـيـږی صرف چه رکوع وشی، په رکوع کی څنګلی په خپل څنګ نښلوی، په سجده کی خپله خيټه له ورنو سره نښلوی او څنګلی پر ځمکه ږدی، د ناستي په وخت کی خپلی دواړه پښي ښی طرف ته څملوی يعنی د پښو ګوتی ئی بايد ښی طرف ته وباسی ، په هغو ځايونو کی چه لمونځ په جهر ويل کيـږی دا ئی په جهر نه وائی.

د لمانځه ماتونکی

 

په لمانځه کښی خبری کول، خندل، خوراک کول، چښل،  آخ، وی ،واخ کول، دغاړی صافول، په زوره ټوخل(تر څو چه وس ولری بايدو نه  ټوخی) ، د پرنجيدو ځواب ګرځول، په لمانځه کښی د قرآن کريم له رويه قرائت کول، د سلام ځواب ورکول، امام ته د خبرو په واسطه فتـحه ور کول، د لمانځه له خلا صيدو د مخه سلام ګر ځول، تکيه کول، ويده کيدل، په لمانځه کښی د تڼيو تړل، د پټـو يا څادر تړل، ماشوم ته تی يا شودی ور کول، که ماشوم د مور تی په لمانځه کښی ونيسی که شودی ئي ځنی وخوړلی ، د سينی ګر ځول د قبلی له جهت څخه، بدون له عذره له دريو قدمو څخه زيات شا يا مخته کيدل، بيهوښه کيدل، ليونتوب، جنوب کيدل، ژړل که د دوزخ له ويری وی پروانلری.

د لمانځه مکرو ه کوونکی

 

د لمانځه په وخت کی له کاليو سره ساعت تيری کول، دسجدی دځای د شګو ټو لول له يو ځل نه اضافه، د لاس ګوتی په يو بل کشی ور کول او د هغو ټکها ايستل، د ويښتانو تاوول، د لباس ټولول ، يو بل طرف ته کتل، په کناټيو کينستل، د سجدی په وخت کی څنګلی په ځمکه لګول، له امامه څخه مخکی رکوع يا سجدی ته تلل يا کوم بل عمل اجرا کول، له اول رکعات څخه ددوهم رکعات د قرائت اوږدول، د اوداسه تنګوالی، کله چه زيات وږی وی او ډوډۍ تياره وی اول بايد ډوډۍ وخوړل شی.

د لمانځه پريښودل په لاندی حالتونو کی روادی:

که د لمونځ کونکی مخ ته مار يا کوم بل چيچونکی حيوان راشی، که ليوه يا بل کوم درنده(څيرونکی) حيوان ووينی اود هغه د مال د خوړلو ويره وی، که په اور باندی ئی غذا يا کوم بل شی ايښی وی ود هغو د سوځيدو ويره وی، که په لمانځه کښی حاجت ور ته پيښ شی، که غله کوم شی چه قيمت ئی زيات وی ځنی پټاوه، که قطار يا موټر ځنی حرکت کاوه اوپه هغه کښی دده مال يا اولادونه ؤ، که ړوند يا کوچنی په لاره روان ؤ اود هغه په مخ کی څاه وه او هغه پکی وليده ياکوم بل خطر مو جودؤ نو د هغه نجات ضروری ده، که په لمانځه کښی پلار،  مور، نيکه يا اناد کوم ضرور کار يا کومی پريشانی نه ورته غګ کړی نو په داسی حالتو کی دلمانځه پريښودل پروا نلری مګر بيرته کول ئی ضروری دی.

هغه ځايونه چه په هغه کی لمونځ کول مکروه دی:

په لاره کی، د حيواناتو ددريدو پر ځای کی(غوجل)، د بيت الخلااو حمام او دهغو پرچت، په کشتار ګاه کی، د بيت الله شريفی پر بام، په هيديره کی، مخامخ قبر ته، چه مخی ته ئي کثيفی اوبه روانی وی، په ماشين خانو کی چه دماشينو غورا وی، په غصبه شوی ځمکه، بدون د جايداد د مالک له اجازی په کرل شوی ځمکه، په داسی ځای کی چه مخ ته ئی خلګ تګ راتګ کوی(پدی صورت کی خپل مخ ته يو شی ودروی چه اقلاً يوه ذرع جګوالی او يوه ګوته پنډ والی ولری).

د سهوی سجده

که څوک په لمانځه کـشـی يو يا څو واجبه ترک کړی په هغه د سهوی سجده واجـبـيـژی چه بـا يد په اخره قاعده کـشی د درود له ويلو څخه د مخه بايد ښی طرف ته سلام وګرځوی او بيا د دوه سجدی لکه د لمانځه وکړی او لمونځ د تکميل کړی يعـنی التحياة د رود ونه او دعا د ووائی که څوک سجده سهوه ونکړی د هغه لمونځ نکـيـژی بايد چه لمونځ بـيـرته راوګرځوی که څوک په هيره سره مخکی له سلام کرځولو سجده سهوه وکړی او وروسته له هغه التحياة د رود ونه او دعا د ووائی لونځ ئی صحيح ده ، که په لمانځه کـشی څوک په سهوه الحمد ونه وائی او يا له الحمد د مخه سورة ووائی سجده سهوه واجبـيـژی، که له چا څخه سورة ويل هير شی په هغه هم سجده سهوه واجـبـيـژی اوکه څوک د آمين ويلو څخه وروسته ددی لپاره فکر وکړی چه کوم سورة ووائي او په هغه وخت کښی درۍ ځله سبحان الله وويل شی نو پدی سره هم سجده سهوه لازمـيـژی همدارنګه د لمونځ کولو يا د قاعدی يا د دواړو سجدو ترمنځ کشی د درۍ ځله سبحان الله وويلو په اندازه څوک په فکر کـشـی هم ولاړ شی په هغه هم سجده سهوه لازمـيـژی اوکه په اوله قاعده کـشی درود تر علی محمد پوری په هيره ووائی هم سجده سهوه لازمـيـژی، که څوک په قاعده کـشی په سهوه الحمد ووائی هم سجده سهوه لازمـيـژی، که څوک په درۍ رکعتي يا څلور رکعاتی لمانځه کشی اوله قاعده ونکړی او جګ شی په هغه هم سجده سهوه لازمـيـژي اوکه جګيدو ته نوی نيـژدی شوی يعنی ځنګنونه ئی نوی خلاص شوی بيا سجده سهوه نه لازمـيـژی قاعده د وکړی اوکه جګيدو ته نـيـژدی وه نو ودريـژی لمونځ د مکمل کړی او په اخر کشی د سجده سهوه وکړی، که څوک له اخری قاعدی څخه جګ شو او ورپه ياد شو چه ما رکعتونه تکميل کړی نو هغه د دوه رکعته نور تکميل کړی او په اخر کشي د سجده سهوه وکړی دا لمونځ دده که شپژ رکعاته هم شی په نفلو کشی حسابـيـژي او خپل لمونځ د له سره وکړی، که څوک سهوه شی چه څو رکعاته لمونځ ئی کړی که دا ئی اول ځل وه نو سلام د وګرځوی او لمونځ د له سره وکړی اوکه هميشه ئی شک کاوه نو هغه د خپل زړه ته رجوع وکړی هرڅه چه ئی اغلب ګمان کاوه لمونځ د په هغه ترتيب تکميل کړی سجده سهوه د نکوی اوکه فکر ئی د رکعاتو ترمنځ برابر وه نو يو رکعات بل د هم وکړی اوپه اخر کشی د  د سهوی سجده وکړی، که په لمانځه کشی څو سجدی د سهوی پر چا لازم شی نو هغه د اخری  يوه سجده سهوه وکړی د ټولو لپاره کفايت کوی، که څوک سجده سهوه هيره کړی او سلام ئی ګرځولی وی او پر خپل ځای ناست وی که ذکر يا درود ئی هم ويلی وی مګر له چاسره ئی خبری نوی کړی سينه ئی هم له قبلی څخه نوی ګرځولی او خوراک ئی نوی کړی نو سجده سهوه د تکميل کړی او که خبری ئی کړی وی يا د قبلی له جهت څخه سی سينه ګر ځولی وی خوراک ئی نوی کړی نو لمونځ د اعاده کړی، که څوک په درۍ يا څلور رکعاتی لمانځه کشی له اولی قاعدی وروسته سلام وګرځوی او وروسته ور په ياد شی چه لمونځ ئی پاته ده نوکه خبری ئی له چاسره نوی کړی او له قبلی څخه ئی خپل جهت نوی ګرځولی خوراک ئی نوی کړی ولاړ د شی خپل لمونځ د تکميل کړی او په اخر کشی د سجده سهوه وکړی، د وترو په لمانځه کشی په دريم رکعت کشی د سورة له ويلو وروسته بايد دعا قنوت وويل شی او که داسی ونشی نو سجده سهوه واجب دی، په درۍ رکعتی يا څلور رکعاتی فرض لمانځه کشی له الحمد څخه وروسته که څوک په دريم يا څلرم رکعاة کشی سورة ووائی سجده سهوه نه لازميـژی.

الله مو خوشحاله لره

نياز محمـد نيـاز

26 responses

26 07 2012
bashir

نامې خدای ډیر ښه

17 02 2016
نوری

اسلام علیکوم

22 11 2012
Zahid Mulakhil

ډیره مننه ګرانه وروره

26 11 2012
Mohammad Khalil

ډیره زیاته مننه ګرانه وروره په قلم دی برکت شه دمعلوماتو په شریکولوسره

24 01 2013
labib

ډیر ښایسته معلومات مو شریک کړی الله تعالی دی اجرالعظیم درنصیب کړی

3 04 2013
Niaz Mohammad Niaz

مننه ګرانه وروره الله د ستا جنت نصیب کړی

27 05 2013
Khairullah Hotak (خیرالله خیرخواه هوتک)

الله جل جلاله دی نور توفیق هم درکړی تر څو وکولای شی اسلام ته خدمت وکړی. الله جل جلاله دی جنت فردوس په نصیب کړه.که د وهابیت، پنج پیریانو او بریلیانو په اړه معلومات خپور کړی منندوی به مو یمه

12 07 2013
Abdullah

ډیر ښه معلومات دی الله د اجر درکړی خو که په لمونځ کی فرض مخکی وی او څوک اول سنت وکړی لمونځ څه حکم لری

26 07 2013
yousofzai

ښايسته مالومات وه، خدای دي اجر درکړي

23 12 2013
شیرسید مسلیمیار

مننه وروره الله دی نیک عمل لپاره ژوندی لره

5 02 2014
بهادری

دیړه مننه الله دی اجر اعظیم درته په نصیب کړی.

8 02 2014
khairullah khairkhwah Hotak

اسلام علیکم نیاز محمد صیب ډیر ښکلی او په زړه پوری معلومات دی الله تعالی دی سر لوړی او سوکاله لره تر څو نور هم دی ولس ته خدمت وکړی

25 10 2014
ظفرخان

نياز‏ ‏صاحب‏ ‏‏ ‏دسهار‏ ‏د‏ اذان‏ ‏سخه‏ ‏نفل‏ ‏نماز‏ ‏كيديشي‏ ‏او‏ ‏كنه؟‏ ‏او‏ ‏كه‏ ‏نشي‏ ‏كيدي‏ ‏دليل‏ ‏سه‏ ‏ده.او‏ ‏كه‏ ‏كيىدي‏ ‏شي‏ ‏دليل‏ ‏دليل‏ ‏يي‏ ‏سه‏ ‏
مننه

25 10 2014
عبدالهاشم حسرت

الله دی په قلم برکت که ستاسی د لا زیات خدمت په هيله

17 11 2014
Atal Jan

الله تعالی دی درته جنت فردوس په نصیب کړه

1 01 2015
wasi{waseem}

دیرښایسته

11 01 2015
samsor

سلام ګرانه وروره ډیره ښه معلومات ډیره مننه زه غواړم داد لمانځه معلومات کافی کرم او په اسلامی معلوماتو په نامه صفحه باندی یی نشر کړم ځکه زیات خلک اوس فسبوک زیات استعمالوی که اجازه دوی

21 01 2015
Niaz Mohammad Niaz

وعلیکم سلام و رحمة الله و برکاة الله د اجرونه در کړی کولی شی

30 03 2015
علي احمد دانش

مننه وروره الله دي جنتونه در په نصیب کړه

9 05 2015
asad babakarkhail

مننه ده غت خدمت كولو نه

4 12 2015
salam afghan

مننه ورور جان که دجماعت دلمانځه ډک اوتش ده تير سوي رکعاتو تريقه ښه بيان کړي

17 03 2016
Waqar

وروره ښه معلومات خو زه یوه پښتنه لرم که راته یی جواب کړی
که چیرته لمونځ کی ډک رکعتونو سره سره تش رکعتونه هم ډک ولوستل شی لمانځه کی خو فرق نه راځی

18 04 2016
عبدالله

ګرانه بخنه غواړم د اذان بارکى چه دى ايت راليګلى هغه دسورت جمعى 9نمبرايت دى تا دسورت المايده ښودلى وه دسورت الما يدى 58 نمبر ايت هم د اذان بارکى راغلى
ډیره مننه هو وروره د سورة الجمعه آیاة دی

8 05 2016
Muhammad Abid Safi

مننه گرانه وروره دير خه معلومات دي الله دي زوندي لره بيا هم مننه

14 05 2016
Fatihullah Noory

مولوي صاحب!
د معلوماتو نه دې نړۍ مننه او الله تعالی دې وکړي چې ته لا نور معلومات هم دې پاڼې ته د مسلمانانو د خدمت لپاره پيدا کړې.
الله تعالی دې ژوند ی لره.

2 10 2016
سمیع الله عرفان

که د ماشام د لمانزه په اول رکعت کی قول اعوذ برب الناس ووایی او په دوهم رکعت کی اذا جا یا مخکنی سورت ووای کوم مشکل خو به نه وی

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s




%d bloggers like this: