بسم الله الرحمن الرحيم
دټولی هستي دپيداکونکی رب العزت په نامه
سريزه
زه انـجـيـنـير نـيـاز مـحـمـد نـيـاز د پـکـتـيـا ولايـت اوسـيـدونـکی له پاک الله جل جلاله څخه په عجز التـجا کوم ترڅو ماته توفيـق راکړی چه له نن تاريخ ۱۵/عقرب/۱۳۸۵ څخه زه وکړاۍ شم دخپلو پښتـنـو وروڼو له پاره په پښتـو ژبه داسلام ارکانونه وليـکم، محتـرمو بايد زياته کړم چه ما پـخپـله د ديـنـي علومو زده کړه له ډيـر محترم او فـاضل استاد مولوي صاحب عبدالغـفـور خان څخه چه د پـکتـيـکا ولايت د وازی خوا د ولسوالۍ اوسيدونـکی ؤ تر سره کړی ده وروسته زه د کابل پوليتـخـنيـک په پوهنځی کی شامل او د ګټـورو معدنی موادو د استـخراج په څانـګه کی ما خپل تحصـيـل وکړ چه له تحصـيـل څخه وروسته ما دکانو او صنـايعـو د وزارت دتـخـنـيـکی عمومی آمر په صفت خپلی دندی ته دوام ورکړ اوپه دی ورستـيـو کلونو کی کله چه د موګ په ګران هيواد کی فساد زيات شو نو له خپلی دولتی دندی څخه می استـعـفـا وکړه او د دوستـانـو په مـشوره رخـصـت می واخيست.
محترمو لوستونـکو لکه څرنـګه چه تاسوته معلومه ده نن سبا دانترنيټ ديجـيتـل سټـلايت اوتلويـزيـونی شبکو عصر دی چه ټول په شخصی ډول د بشر په اختيار کی ورکړل شوی دی هغه هم دداسی اشخاصو په واک کښی چه هغوی صرف پـيسی را ټولوی او دپـيسو په خاطر له خپلو اسلامی ، بـشری او اخلاقی کړنو څخه سترګی پټـوی نن سبا تاسو ټولو ته ښه معلومه ده چه داسلام له نوم څخه څومره ناوړه استـفاده وشوه اوکيـږی دا خلک د دومره فـکر وکړی چه دادنـيـا فانی ده او هيڅ بـقـا نلری هرڅومره هستی چه پر لاس راوړی آخر ځنی پاته کيـږی او دوی ته بدون له مخ توری او دآخرت له غذابه بل شی په لاس نه ورځی اوپه دنيا کي هم لکه اکثره اشخاص يا به د معدی په مرض اويا نورو غضبـونو اخته وی.
محترمو لوستـونـکو د اسلام دين چه موږ ته پاک الله جل جلا له را ليـږلی ډير سپيڅلی دين دی خوچه موږ له هغه څخه سمه استـفاده وکړو او د هغه ارکان اول پرځان تطبـيق کړو نه داچه داسلام ناری وکړو او متعمداً نور مسلمانان دکفر په اشاره د مرداورو پيسو په بدل کي ووژنواو وه يی ځوره ؤ يا هم خرافاتی نمايشات ورته څرګند کړو.ډير دافسوس ځای داده چه په نوره نړۍ کی د هر هيواد اوسيدونکی د خپل هيواد او دين لپاره خدمت کوی اما زموږ هيواد وال له اسلامی ار کانو څخه بيخبره د اسلام په نامه خپل ګران هيواد ئی په خاورو بدل کړ.
محترمو څرنګه چه دپاک الله په فضل اوس په هر کور کشی يو باسواده شته نو همدا نسخه چه د تاسو په اختيار کی در کول کيـږی دهر مسلمانی کورنۍ لپاره لازم او ضروری ده چه په خپل کور کشی ئي ولری بالخصوص په خارج کشی داسی وروڼه هم شته چه هغوی ته داشی په لاس نه ورځی دابه لوی اجر او ثواب وی چه خپلو دوستـانو ته ئی هم تـحـفه کړۍ .
محترمو ډيره بښنه غواړم چه ما دکمـپـيـوتر او انتر نيټ په برخه کی کوم تحصيل ندی کړی که کومی غلطی تاسو احساس کوی اميد لرم چه ماته رهنمائی وکړۍ زه کوشش کوم چه په اينـده کی که ژوند ملګرتيا وکړه او الله می مل وه انشا الله چه خپلی ليکنی اصلاح او دوام ور کړم اوبايد زياته کړم چه زما مقصد له همدی ليکنو څخه صرف د پاک الله رضا او خپلو پښتـنـو وروڼو ته خدمت دی او د زما دا ټولـی ليکنی په خپل هاند او کوشش کړی نه له چا څخه څه توقع لرم او نه می کړي صرف له ټولو دينی علماوه څخه زما هيله ده چه که د حنيفی مذهب له نګاه څخه کومه سهوه ما کړی وی اميد ماته رهنمائی وکړی.
البته پدی ليکنو کشی ما له فقه اسان، نماز کامل او بعضی نورو کتابونو څخه استفاده کړی ده.
نياز محـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمد نياز
salam da dre sha sida da jy ma oalyda no Sta kamyabi la Allah na ghuwaram grana Anjnyr sahb koshhala aosy.
عزتمند ورور نیاز صاحب ستا له خوا د لمانځه په هکله او نورو دینی معلوماتو په پښتو لیکنه زه هر وخت لولم په د لاره کښـی تاته د لوی رب څخه ستری بریاوی اجر او نیکمرغی غواړم هیله لرم چه ستا په شان بادرکه پښتانه وروڼه د نو یو او عصری علومو لیکنه هم په پښتو خپره کړی تر څو نور پښتانه وروڼه له خپلی مورنۍ ژبی څخه استفاده وکړی په درنښت
محترم ورو نياز صاحب السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
عزتمنده وروه له ټولومخکی دالله رب العزت نه درته صحت اوسلامتی غواړم او الله رب العزت دی روژه او تراويح او نور ټول عبادات او طاعات قبول کړه
وروه الله رب العزت ستا دا ليکنی پخپل دربار کی قبولی او منظور کړي ورره چونکه چی ته د دين معلومات خپره وي غواړم چي په حيث د يو مسلمان ورور يو څه درته وليکم:
اول : ستا غلطی ډير مسلمانان په غلطی کی اچوي نو ډير کوښښ به کوي چي هره مسله به له ډيری اوږدی سيړنی اود فقهي علماو په اکثر کتابونو کی مخکني او معاصرين تر څو سهی مسله خلکو ته ورسيږي . دويم : کوښښ به کوي چی په احاديث به ډير زور اچوي چي په کومه مسله کی درته حديث ورسيږي بيا دبل چا په راي اوقول پسی نه ځی
که چيری په دغو دوه ټکو راسره موافق يي نو بيا به نور خبرو او مشوره هم دوام ورکړو
الله دی مل شه د ايمان او يقين او درسول الله صلی الله عليه وسلم د تابعدرای ژوند ځان ته او بيا تاته غواړم
ستا ورور مخلص
د رابطی لپاره می د ايميل پته درته ليکلی
نور دی په الله سپارم
محترم انجنیر صیب الله پاک دی اجرونه او نور توفثق هم درکړی چه لازیات خدمتونه وکړی
محترم ورو نياز صاحب السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
عزتمنده وروه له ټولومخکی دالله رب العزت نه درته صحت اوسلامتی غواړم او الله رب العزت دی روژه او تراويح او نور ټول عبادات او طاعات قبول کړه
وروه الله رب العزت ستا دا ليکنی پخپل دربار کی قبولی او منظور کړي
محترم نیاز صاحب الله تعالی دی په دنیا او اخرت کی سرلوړ، کامیاب او باعزته لره په واقیعت سره دیر زحمت دی ایستلی خدای تعالی دی درته نور توفیق هم درکری چه د دین او اســــــــــــــلام خدمت وکری او د الله رب العزت څځه درته د ډیر اجر او ثواب غوښتونکی یم .
[…] I am to think more about my skills and expertise, I notice several things having to do with my work […] Click https://zhoutest.wordpress.com/
سلام
انجينر صاحب ډيره مننه چي اسلامی معلومات دی پښتانو وروڼو او خونيدو ته په پښتو ترجمعه کړي دی خدای د نور توفيق هم درکړي چی دا لړي په مخ روانه وساتی مونږ مو په خدمات کي یو ګرانه