سريزه

28 11 2006

بسم الله الرحمن الرحيم

 

دټولی هستي دپيداکونکی رب العزت په نامه

 

سريزه

 

زه انـجـيـنـير نـيـاز مـحـمـد نـيـاز د پـکـتـيـا ولايـت اوسـيـدونـکی له پاک الله جل جلاله څخه په عجز التـجا کوم ترڅو ماته توفيـق راکړی چه له نن تاريخ ۱۵/عقرب/۱۳۸۵ څخه زه وکړاۍ شم دخپلو پښتـنـو وروڼو له پاره په پښتـو ژبه داسلام ارکانونه وليـکم، محتـرمو بايد زياته کړم چه ما پـخپـله د ديـنـي علومو زده کړه له ډيـر محترم او فـاضل استاد مولوي صاحب عبدالغـفـور خان څخه چه د پـکتـيـکا ولايت د وازی خوا د ولسوالۍ اوسيدونـکی ؤ تر سره کړی ده وروسته زه د کابل پوليتـخـنيـک په پوهنځی کی شامل او د ګټـورو معدنی موادو د استـخراج په څانـګه کی ما خپل تحصـيـل وکړ چه له تحصـيـل څخه وروسته ما دکانو او صنـايعـو د وزارت دتـخـنـيـکی  عمومی آمر په صفت خپلی دندی ته دوام ورکړ اوپه دی ورستـيـو کلونو کی کله چه د موګ په ګران هيواد کی فساد زيات شو نو له خپلی دولتی دندی څخه می استـعـفـا وکړه او د دوستـانـو په مـشوره رخـصـت می واخيست.

محترمو لوستونـکو لکه څرنـګه چه تاسوته معلومه ده نن سبا دانترنيټ ديجـيتـل سټـلايت اوتلويـزيـونی شبکو عصر دی چه ټول په شخصی ډول د بشر په اختيار کی ورکړل شوی دی هغه هم دداسی اشخاصو په واک کښی چه هغوی صرف پـيسی را ټولوی او دپـيسو په خاطر له خپلو اسلامی ، بـشری او اخلاقی کړنو څخه سترګی پټـوی نن سبا تاسو ټولو ته ښه معلومه ده چه داسلام له نوم څخه څومره ناوړه استـفاده وشوه اوکيـږی دا خلک د دومره فـکر وکړی چه دادنـيـا فانی ده او هيڅ بـقـا نلری هرڅومره هستی چه پر لاس راوړی آخر ځنی پاته کيـږی او دوی ته بدون له مخ توری او دآخرت له غذابه بل شی په لاس نه ورځی اوپه دنيا کي هم لکه اکثره اشخاص يا به د معدی په مرض اويا نورو غضبـونو اخته وی.

محترمو لوستـونـکو د اسلام دين چه موږ ته پاک الله جل جلا له را ليـږلی ډير سپيڅلی دين دی خوچه موږ له هغه څخه سمه استـفاده وکړو او د هغه ارکان اول پرځان تطبـيق کړو  نه داچه داسلام ناری وکړو او متعمداً نور مسلمانان دکفر په اشاره د مرداورو پيسو په بدل کي ووژنواو وه يی ځوره ؤ يا هم خرافاتی نمايشات ورته څرګند کړو.ډير دافسوس ځای داده چه په نوره نړۍ کی د هر هيواد اوسيدونکی د خپل هيواد او دين لپاره خدمت کوی اما زموږ هيواد وال له اسلامی ار کانو څخه بيخبره د اسلام په نامه خپل ګران هيواد ئی په خاورو بدل کړ.

محترمو څرنګه چه دپاک الله په فضل اوس په هر کور کشی يو باسواده شته نو همدا نسخه چه د تاسو په اختيار کی در کول کيـږی دهر مسلمانی کورنۍ لپاره لازم او ضروری ده چه په خپل کور کشی ئي ولری بالخصوص په خارج کشی داسی وروڼه هم شته چه هغوی ته داشی په لاس نه ورځی دابه لوی اجر او ثواب وی چه خپلو دوستـانو ته ئی هم تـحـفه کړۍ .

محترمو ډيره بښنه غواړم چه ما دکمـپـيـوتر او انتر نيټ په برخه کی کوم تحصيل ندی کړی که کومی غلطی تاسو احساس کوی اميد لرم چه ماته رهنمائی وکړۍ زه کوشش کوم چه په اينـده کی که ژوند ملګرتيا وکړه او الله می مل وه انشا الله چه خپلی ليکنی اصلاح او دوام ور کړم اوبايد زياته کړم چه زما مقصد له همدی ليکنو څخه صرف د پاک الله رضا او خپلو پښتـنـو وروڼو ته خدمت دی او د زما دا ټولـی ليکنی په خپل هاند او کوشش کړی نه له چا څخه څه توقع لرم او نه می کړي صرف له ټولو دينی علماوه څخه زما هيله ده چه که د حنيفی مذهب له نګاه څخه کومه سهوه ما کړی وی اميد ماته رهنمائی وکړی.

البته پدی ليکنو کشی ما له فقه اسان، نماز کامل او بعضی نورو کتابونو څخه استفاده کړی ده.

نياز محـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمد نياز